کرزی: پاکستان دې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسو له سره غور وکړي

اطلاعات روز: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پکتیکا ولایت د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې له دغه هیواد غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسو له سره غور وکړي.

پخواني ولسمشر نن (شنبه، ۲۶ د تلې) په یوې خپره کړې اعلامیه کې پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپله اعلامیه کې ویلي: «پاکستان دې د خپل خیر لپاره د افغانستان پر خلکو او خاورې تیرې بند کړي. پر خپلو پالیسیو دې له سره غور وکړي او د افغانستان سره دې د نړیوالو اصولو پر بنا د دوستانه او متمدنانه اړیکو لاره خپله کړي.»

پاکستان تیر ماښام د پکتیکا ولایت د برمل او ارګون ولسوالیو پر ځینو سیمو ډرون بریدونه وکړل.

د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دې بریدونو کې د سیمه ییز کرکټ لوبغاړو په ګډون ملکي کسان په نښه شوي دي.

دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې دواړو خواوو د قطر په دوحه کې د خبرو اترو تر پایه پورې د ۴۸ ساعته اوربند غځولو اعلان وکړ.

طالبانو په دوحه کې د خبرو اترو او خپل مذاکراتي پلاوي ته د درناوي په موخه خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

بلخوا بیا د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، چې افغان طالبان باید په پریکنده ډول د هغو وسله‌والو پر وړاندې اقدام وکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.‏ هغه د افغانستان له خلکو غوښتي چې د تاوتریخوالي پر ځای «متقابله سوله او امنیت» انتخاب کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه