زابل کې یو ټکسي چلوونکی د نامعلومو کسانو له لوري د چاقو په ګوزارونو وژل شوی

اطلاعات روز: زابل کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې يو تنکی ځوان د نامعلومو کسانو له لوري د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

سيمه ييزي سرچينې وايي، چې د حکمت الله په نوم دا ځوان د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ د «پاسنو» کلي اوسيدونکی و او د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې ټکسيواني کوله.

سرچينې زیاتوي، چې نوموړی تېره ورځ (جمعه، ۲۵ د تلې) يو کس دربست کړی و او بیا د ولسوالۍ اړوند د غر یوې ډډې ته  يې له ځان سره بیولی و او هلته يې د څو نورو کسانو  په مرسته وژلی دی.

سرچينې وایي، چې پيښه پرون مازديګر مهال رامنځته شوې او قاتلين د سيمې څخه تښتيدلي دي.

تر اوسه زابل کې د طالبانو سيمه ييزو مسوولينو د دې پيښې په اړه رسنيو ته  څه نه دي ويلي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه