ننګرهار کې د اوبو پر سر شخړه کې یو کس مړ او درې ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۶ د تلې) مازدیګر د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د حماد په خبره په دې خپلمنځي نښته کې له يوه لوري یو کس وژل شوی او له بل هغه څخه درې کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي ټپيان یې پر وخت د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي چې ډاکټرانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

له دې څه موده وړندې په لغمان ولایت کې هم د ځمکې پر سر د شخړې له امله نږدې یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې د ځمکو پر سر ناندرۍ، شخصي دښمنۍ او نور لاملونه ګڼل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه