اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د پاکستان سره د دې ډلې په مذاکراتو کې پریکړه وشوه چې «دواړه هېوادونه به یو د بل په وړاندې د عداوت هیڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کېږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي».
هغه نن (یکشنبه، ۲۷ د تلې) سهار په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په قطر کې د طالبانو او پاکستاني استازو ترمنځ مذاکرات د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره پای ته رسیدلي دي.
مجاهد یادې هوکړې ته د رسیدو لپاره د قطر او ترکیې هیوادونو د هڅو او منځګړیتوب ستاینه او قدرداني کړې.
د مجاهد په وینا، چې د دوه اړخیزې هوکړې له مخې دواړو خواوو سولې، یوبل ته احترام او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته په ژمنتیا تاکید کړی دی.
د هغه په خبره، دواړو خواوو د خبرو اترو له لارې د ستونزو او مسئلو د حل غوښتنه کړې او په کامل او معنادار اوربند توافق شوی دی.
د طالبانو د ویاند په اعلامیه کې راغلي: «پریکړه وشوه چې دواړو هیوادونو به هیڅ یو د یو د بل په وړاندې د عداوت هیڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کېږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي.»
د مجاهد په ټکو، طالبانو او پاکستان موافقه وکړه، چې دواړه طرفونه به د یو بل په امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تاسیساتو بریدونه نه کوي.
هغه زیاته کړې، چې راتلونکي کې به د قطر او ترکیې په منځګړیتوب سره یو میکانیزم را منځته شي، تر څو دوه اړخیزې ادعاوې وڅیړي او توافقنامه عملي کړي.
مخکې له دې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو خواوو «د سمدستي اوربند او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د میکانیزمونو په جوړولو موافقه کړې ده».
د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې پرون د څو ورځو نښتو وروسته ترسره شوې.
د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف بیا له طالبانو د موافقې وروسته اعلان کړی، چې «له افغانستان څخه به د پاکستان خاورې ته د ترهګرۍ ځنځیر سمدستي ودریږي».
نوموړي چې په قطر کې د طالبانو سره د پاکستاني پلاوي مشري کوله، ویلي چې په دې خبرو کې د دواړو خواوو تر منځ اوربند حاصل شوی دی.
د هغه په وینا، چې د پاکستان او طالبانو د خبرو راتلونکی پړاو به د اکتوبر په ۲۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي او په هغه کې به پر جزئي مسایلو بحث وشي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې یوه اونۍ وړاندې پیل شوې. په نښتو کې دواړو خواوو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نښته وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو اعلان وکړ، د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې چې پر کابل او پکتیکا ترسره شوي، دوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر پوستو غچ اخیستونکو بریدونو ترسره کړي دي.
پاکستان شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په کابل او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل. پاکستاني چارواکي وايي، چې له دې بریدونه څخه یې موخه افغانستان کې د میشتو پاکستاني وسله والو په نښه کول دي.
پاکستان وايي، چې د ټي تي پي په ګډون پاکستاني وسله وال د افغانستان خاوره کې پټن ځایونه لري او له دې ځایه د پاکستان پر ضد اقدامات کوي.
پاکستاني چارواکو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي په ګډون د دې ډلو پر وړاندې اقدام وکړي. خو طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون ردوي.
پاکستان وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.
دا هیواد په هند هم تور لګوي چې په افغانستان کې د میشتو پاکستاني وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
