ننګرهار او لغمان کې نابینایان: کلني حقوق مو له ۶۰زرو څخه ۱۸زره افغانیو ته راښکته شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر نابینایان د ښوونیزو خدمتونو او کاري فرصتونو له نشتون څخه شکایت کوي او د طالبانو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې دوی دې له پامه نه غورځوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی سید محمود چې په دواړو سترګو نابینا دی او په ډېر احتیاط سره د سړک یوې غاړې ته ولاړ دی او پلاستکي توکي پلوري او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي، وایي چې د تېر حکومت پر مهال ورته ټاکل شوي حقوق چې هر کال به معلولانو ترلاسه کول، اوس په بېلابېلو پلمو ځنډېږي او دوی یې سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري میاشتني حقوق په کمه اندازه او پر وخت نه ورکول کېږي چې یادې پيسې یې د کورنۍ اساسي اړتیاووې نه‌شي برابرولی.

سید محمود زیاتوي: «د پخوا په څېر نابینایانو ته خپل حقوق نه ورکول کېږي، ځکه پخوا به مالي او نور امتیازات ورکول کېدل، خو اوس دا هر څه درېدلي دي؛ زمونږ غوښتنه ده چې باید زمونږ ستونزو ته رسېدګي وکړي او شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي ځکه نابینایان اوس له سخت حالت سره مخ دي.»

د شریف الله په نامه یو بل نابینا له سهاره تر ماښامه د سړک پر غاړه ولاړ وي او د اوبو له پلور څخه د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي. نوموړی وایي یو ناچیز عاید چې د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم بسنه نه کوي او ډېر وختونه هېڅ خرڅ نه لري او تش لاس کور ته ستنېږي.

هغه د نابینایانو لپاره د کاري فرصتونو نشتون څخه شکایت کوي او وايي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره د معلولیت لرونکو میاشتني حقوق کم شوي او ان ډېر ډېر کله ځنډول کېږي.

د نوموړي په وینا  د تېر جمهوري حکومت پر مهال ورته د کال ۶۰زره افغانۍ ورکول کېدې، خو اوس دا پیسې ۱۸زره افغانیو ته راښکته شوي چې هغه هم پر خپل وخت نه‌دي ورکړل شوي.

نوموړی له مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د نابینایانو د حقونو زیاتولو او ټولنه کې د هغوی فعاله حضور ته زمینه برابره کړي.

شریف الله زیاته کړه: «نابینایانو ته دې خپل حقوق پر وخت ورکړل شي او دغه راز په هره برخه کې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړې او معلولانو ته دې د کار زمینه برابره شي او د ټولنې سالمو کسانو په څېر دې وپېژندل شي او ادارو کې دې وګمارل شي، څو له استعدادونو یې ګټه واخیستل شي.»

د لغمان اوسېدونکی نبي الله چې دا مهال له خپلې پنځه کسېزې کورنۍ سره په یوې زړې کنډوالې کور کې ژوند کوي، وایي هغه څه چې تر فقر یې زیات ځوروي، د خلکو له‌خوا له نابینایانو سره ناوړه چلند دی؛ د هغه په خبره معلولین په افغاني ټولنه کې نه یوازې له خپلو حقونو بې‌برخې دي، بلکې ډېری وخت له بې‌احترامۍ او سپکاوي چلندونو سره مخ وي.

نبي الله زیاته کړه: «زمونږ په ټولنه کې فقر زیات دی او خاص ډول معلولین یې سخت ځپلي دي او له دې سره سره د خلکو له خوا موږ ته ځینې سپک الفاظ مثلا ړوند، ګوڼ، ګوډ، شل او نور کارول کېږي چې په دې موږ خفه کېږو او یو ډول د ځانتوالي احساس کوو؛ غوښتنه کوو چې زموږ حقوق ته پاملرنه وشي دغه راز په ښار او نور ورځني ژوند کې باید د معلولین لپاره اسانتیاوې برابرې شي.»

نوموړی وايي، نابینایي یې له ژونده نه دی ستړی کړی، خو د مرستې نشتوالی او د کار د زمینې نشتون سخت ځوروي. له خیریه بنسټونو، نړیوالو ادارو او د حکومت له اړوندو ادارو غواړي چې نابینایانو ته د کار او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

په ورته مهال د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خموش وایي، چې معلولانو او د شهیدانو کورنیو غړیو ته د ۱۴۰۴ کال د معاشونو وېش بهیر پیل کړی، خو په وینا یې، دا بهیر ځنډنی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې دامهال د نابینایانو لپاره د زده‌کړو ۲۰ ښوونځي فعاله دي چې په کې ۹۴۰ نارینه تر لېسې او ۴۰۰ نجونې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې کوي. د نوموړي په خبره دغو ښوونځیو کې نابینایانو ته د عصري علومو ترڅنګ، د لاسي صنایعو په څېر حرفه‌يي زده‌کړې هم ورکول کیږي.

خموش زیاته کړه: «موږ ټولو معلولینو ته خپل حقوق ورکوو خو دا پروسه ځکه لږه ځنډنۍ ده، چې هر معلول ته د خپل نوبت پر اساس معاش حواله کېږي او ټولو ته په یو ځل معاشات نه شو ورکولای او دغه راز د دوی له منځه مو خیالي معلولین هم حذف کړي او د دوی د حقوقو د ورکړې پروسه شفافه ده.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شمېرو له مخې، له ټول افغانستان څخه دغه وزارت سره د ۴۹زره او ۷۸۴ ښځو په ګډون شپږ لکه ۹۴زره ۹۷۸ کسان ثبت او راجستر دي، چې له ډلې یې ۱۶زره او ۲۴۷ نابینایان دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه