ارزګان کې د پولیو مثبته پیښه ثبت شوې

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په چورې ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولینو نن (یکشنبه، ۲۷ د تلې) وویل، چې د ګوزڼ دا مثبته پیښه د چورې ولسوالۍ اړوند «لنګر» سیمه کې ثبت شوې او اغیزمنه یې یوه ۸ میاشتنې ماشومه ده.

دوی زیاتوي، دغه کورنۍ چې ماشومه یې ګوزڼ وهلې تر دې مخکې یې خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوله او له امله یې اوس د کورنۍ یو غړی اغیزمن شوی دی.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې چې د دوی یو روغتیایي ټیم سیمې ته ورغلی او د وروستۍ نتیجې په کتلو سره یې تایید کړې چې د ماشومې دوې پیښې یو لاس پولیو وهلي دي.

د دوی په وینا، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په ۶ ولايتونو کې ۹ د پوليو مثبتي پيښې ثبت شوي دي.

طالب مسوولین زیاتوي، چې یادو پیښو کې درې یې په هلمند، دوه یې په پکتیکا او یوه-یوه یې په فراه، بادغیس، نورستان او ارزګان کې ثبت شوي دي.

هڅه مو وکړه چې د یادې نجلې د کورنۍ له غړو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه شوو.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم په‌کې د پولیو مثبتې پیښې موجودې دي او په دې دواړو هیوادونو د امنیتي ننګونو سربیرو د عامه پوهاوي د نشتون له کبله هم خلک نه حاضریږي چې خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه