اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې د ډینګي ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده چې له کبله یې یو شمېر کسانو خپل ژوند هم بایللی دی.
د مومندرې ولسوالۍ د «باسول» سیمې اوسېدونکی سباوون چې کشری ورور یې پر ډینګي ناروغۍ اخته شوی او اوسمهال د ننګرهار حوزوي روغتون اړوند انتاني ناروغیو د تشخيص او درملنې مرکز کې بستر دی، وایي له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د ډینګي ناروغۍ ډېره شوې او له روغتیایي مسوولانو غواړي چې د مخنیوي او درملنې لپاره یې لاس په کار شي.
سباوون زیاتوي: «ورور مې په ډینګي ناروغۍ اخته شوی تقریبا دوه اوونۍ کېږي چې روغتون کې بستر دی، هغه سیمې چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتې دي د ډینګي ناروغۍ په کې زیاته شوې زموږ مومندره کې په هر کور کې یو کس پر ډینګي ناروغۍ اخته دی زیات کسان ترې مړه شول.»
د ننګرهارعامې روغتیا ریاست اړوند انتاني ناروغیو د تشخيص او درملنې مرکز، د درملنې یوازینی هغه ځای دی چې د ډینګي پر ناروغۍ د سلګونه ناروغانو کوربه دی.
سیمع الله د یوه بل ناروغ پېوازی دی چې پر ډينګي ناروغۍ اخته لور یې د درملنې په موخه یاد مرکز ته راوستې.
هغه اندېښنه لري چې په لعلپورې ولسوالۍ کې پر ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی او که چېرې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ژر اقدام ونه شي، ممکن د ډینګي ناروغۍ نورو ولسوالیو ته هم سرایت وکړي.
نوموړی د پخوا په پرتله کم روغتیایي امکانات، د عامه پوهاوي نشتون او په روغتیایي برخه کې ګڼې نورې ستونزې هغه لاملونه یادوي، چې له امله یې د ډینګي ناروغي زیاته شوې.
سمیع الله زیاته کړه: «لور مې په ډينګي ناروغۍ اخته ده هلته لعلپورې ولسوالۍ کې یې درملنه نه کېده ډاکټرانو صحت عامې راولېږلو، خو دلته هم درمل او نور امکانات کم دي او زیاتره وخت درمل په شخصي پېسو اخلم غوښتنه کوو چې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید دوا پاشي وشي، پشه خانې ووېشل شي او دغه راز خلکو ته روغتیایي امکانات برابر شي زیاتره خلک د روغتیایي اسانتیاوو نشتون له امله خپل ناروغان پر وخت مرکزي روغتون ته نشي رسولی او پر لاره مړه کېږي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم مني، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مومندرې، لعلپورې، ګوشتې، شینوارو، دور بابا، کوټ، بټي کوټ او ځېنو نورو ولسوالیو کې د ډینګي ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس امین الله شریف وایي، د ننګرهار حوزوي روغتون اړوند انتاني ناروغیو د تشخيص او درملنې مرکز ته په تېره یوه اوونۍ کې پر ډینګي ناروغۍ اخته ۸۱ ناروغان د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.
د ده په وینا د ډینګي ویروسي ناروغۍ پېښې په پاکستان کې هم ډېرې شوي، خو له دې هېواد افغانستان ته د تورخم له لارې د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر له پیل راهیسې، دغه ناروغي هم را لېږدول شوې او په ختيځو ولایتونو کې مخ پر ډېرېدو ده.
شریف زیاته کړه: « مومندرې، لعلپورې، ګوشتې، شینواري، دور بابا، کوټ، بټي کوټ او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي، چې د ډینګي ناروغۍ واقعات په کې زیات دي او دې ولسوالیو ته له پاکستان څخه زیاتره کډوال هم راستانه شوي نو امکان لري چې دا ناروغۍ له پاکستان دلته انتقال شوې وي، یادو ولسوالیو ته د روغتيايي ټيمونو او کافي درمل پر لېږلو سربېره، د ډینګي غوماشو د ختمولو لپاره د درمل پاشلو ټیمونه هم استول شوي دي.»
ډاکټران وایي، ډینګي ویروسي ناروغۍ ده چې پرې د اخته کسانو د وینې سپین کرویات کمېږي او که د ناروغ ژر درملنه ونه شي ممکن په ورځو کې له منځه لاړ شي.
ډاکټران د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر وخت درملنه، د پشه خانو استعمال، حفظ الصحې ته پاملرنه او په ورځني ژوند کې روغتیایي لارښوونو عملي کول د یادې ناروغۍ په مخنیوي کې مهم بولي.
