په کندهار کې سيمهيیزي سرچينې خبر ورکوي چې د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې د یوه ۲۶ کلن ځوان جسد موندل شوی دی.
سرچینو د نوم نه شودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې د دې ځوان جسد تېر ماښام (دوشنبه، ۲۸ د تلې) موندل شوی دی.
سرچينې د وژل شوي کس نوم «جمعه خان» ياد کړی او زياتوي چې هغه د کابل-کندهار پر لويه لار د کوچنيو موټرو موټرواني کوله.
د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دې تر لاسه شوي.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې هم په زابل کې د یوه موټر چلوونکي جسد موندل شوی و.
د یادونې وړ ده چې ځیني دغسې موارد له شخصي دښمنیو سره-سره د غلاوو له امله هم رامنځ ته کېږي. په هیواد کې د بې کارۍ له زیاتېدو سره د جرمي پېښو کچه هم لوړه شوې ده.
