هند په کابل کې خپله سیاسي استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه

photo: India Today

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې یې خپل «تخنیکي ماموریت» د سفارت کچې ته لوړ کړی دی.

دې وزارت نن (سې‌شنبه، ۲۹ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «دا پرېکړه په هغو ټولو برخو کې چې دواړه لوري پکې لېوالتیا لري، د دواړه اړخیز تعامل ژوروالی په ډاګه کوي».

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په کابل کې به د هند سفارت د افغانستان د ټولنې له لومړیتوبونو او ارمانونو سره سم د افغانستان د ټولنې په پرمختګ، بشرپالو مرستو او د ظرفیت جوړونې په نوښتونو کې د هند ونډه تر پخوا لا زیاته کړي.»

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشانکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په نوي ډیلي کې د لیدنې پر مهال ویلي و چې په دې هیواد کې تخنیکي ماموریت به د سفارت کچې ته لوړ کړي.

هند پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته لومړی په کابل کې خپل سفارت وتاړه، مګر تر یو څه ځنډ وروسته یې په افغانستان کې تخنیکي ماموریت پیل کړ.

هند په وروستیو میاشتو کې او له پاکستان سره تر شخړې وروسته له طالبانو سره خپل تعامل زیات کړی او د روانې میاشتې پر مهال یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اوو ورځو لپاره مېلمه و.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه