غزني کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: غزني کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله څلور کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

غزني کې د طالبانو امنيې قومندانۍ وایي، چې دغه پیښه نن (یکشنبه، ۴ د لړم) سهار وختي د قره باغ ولسوالۍ اړوند «عسکر کوټ» سیمه کې د کابل-کندهار پر لویه لار رامنځته شوې.

امنیې قومندانۍ زیاتوي، په دې ترافیکي پیښه کې یوې هایلکس له مازدا ډوله موټر سره ټکر کړی، چې په ترڅ کې یې څلور تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

غزني کې د طالبانو امنیې قومندانۍ څرګندوي، چې مازدا ډوله موټر کې کډوال سپاره وو، چې له ګاونډي هیواد څخه کندز ولايت ته په لاره وه.

دوی وايي، چې د پيښې قربانيان يې د درملنې په موخه د غزني ملکي روغتون ته لیږدولي دي.

د طالب مسوولينو په خبره، چې یاده پیښه د بي احتياطۍ له کبله رامنځته شوې.

په دې ورستيو کې يو ځل بیا د هېواد پر لویو لارو ترافيکي پيښې زياتې شوي، چې تر ډیره یې لامل بې احتیاطي، زیات سرعت او د سړکونو خرابوالی ښودل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه