اطلاعات روز: کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولين وايي، چې تازه يې له دې ولایت څخه روسيې ته د انارو صادرات پیل کړي دي.
کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خوني رییس عبدالاحد صديقي وایي، چې د صادراتو لومړۍ جوپه نن (یکشنبه، ۴ د لړم) د تور غونډۍ بندر له لارې روسیې ته صادره شوې.
نوموړی زیاتوي، د انارو دغه صادرات د یو خصوصي شرکت له لوري ترسره کېږي او هیله شته چې د سږ کال تر پايه به یاد هیواد ته تر دوه سوه ټنو پورې صادرات وشي.
صديقي وویل: «له څو میاشتو راهیسې مو له روسي چارواکو سره خبرې کړي او اوس مو د لومړي ځل لپاره د انارو صادرات روسې ته پیل کړل، دا کار به د بڼوالو او سوداګرو لپاره ښه اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.»
روسې ته د کندهاري انارو د صادراتو لړۍ په داسې حال کې پيلېږي، چې پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلي چې له امله یې د هیواد له نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار کې د انارو باغ لرونکي او سوداګر هره ورځ درانه مالي زيانونه ګالي.
