د تورخم لارې تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

اطلاعات روز: د تورخم دروازې د تړل کېدو نن ۱۶مه ورځ ده، چې پاکستاني لوري د هر ډول ټک راتګ پر مخ ټرلې چې له امله یې سوداګري فلج شوې او د ناروغانو کړاوو څو چنده شوی دی.

افغان سوداګر هم د یاد بندر تړل کېدو اندېښمن کړي او وایي، له څه باندې دوو اوونیو راهیسې یې له تازه مېوو او سبزیجاتو بار موټر په تورخم کې درول شوي چې لویه برخه خرابه شوې او میلیونونه افغانۍ زیان ورته رسېدلی دی.

افغان سوداګر محمد نعیم عبدالرحیمزی وایي، دا مهال د تورخم دغې غاړې ته پر تازه مېوې او سبزۍ بار سلګونه موټر ولاړ دي او پاکستانی لوری د اوښتو اجازه نه ورکوي.

عبدالرحیمزی زیاتوي: «تقریبا ۱۶ ورځې پوره کېږې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله د تورخم دروازه تړلې چې لوی مالي زیان یې سوداګرو ته اړولی، اوس په افغانستان کې د انګور او مڼو حاصلاتو وخت دی بل لاره هم نه لرو چې خپل توکي نورو هېوادونو ته انتقال کړو؛ زیاتره تازه مېوې خرابې شوي او دغه راز هره ورځ په میلیونونو افغانۍ زیان افغان سوداګر ته رسېږي غوښتنه کوو چې تورخم لاره خلاصه شي.»

یو بل سوداګر اسدالله افغان وایي، د طالب او پاکستاني چارواکو د بې غورۍ له امله لا هم د تورخم لارې د بیا پرانېستل کېدو سرنوشت نه معلومېږي، خو ډېره تمه یې په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو مذاکراتو ته ده.

افغان زیاته کړه: «د تورخم لاره د افغان سوداګرو لپاره اوس په یو کړاو بدله شوې او پاکستان یې د فشار په توګه بندوي، که چېرې له منځنۍ اسیا سره بدیلي لارې ونه موندل شي نو زمونږ سوداګري به صفر ته راکمه شي؛ ځکه یوازې په تېرو څو اوونیو کې زموږ په لسګونه موټرو کې تازه مېوې او سبزیجات خوسا شوي او په تاوان مو خرڅ کړي دي چې هر سوداګر ته له یو میلیون ډالرو زیات زیان اوښتی دی که چېرې وضعیت همداسې دوام کوي نو د سوداګرۍ په برخه کې بدې پایلې ولري.»

سوداګر دغه راز د افغانستان د توکو د صادراتو په برخه کې له تورخم سربېره د نورو بدیلو لارو او دغه راز نړیوالو بازارونو ته د هوایي دهلېزونو د بیا فعالېدو غوښتنه کوي.

د تازه مېوې او سبزیجاتو سوداګر تعویض ګل مومند وایي، پاکستان تل سیاسي مسایل له اقتصادي هغو سره یو ځای کړي، چې امله یې سوداګرو ته په لویه کچه زیان اوړي، په بازارونو کې د توکو پر قېمت هم اغېز کوي او هم ورسره دواړه لورو ته د عامو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.

مومند زیاتوي: «که چېرې زموږ د تازه مېوې او سبزیجاتو د صادراتو تکیه پر پاکستان راکمه نه شي، نو تل افغان سوداګر له مالي زیان سره مخ وي ځکه پاکستان د همېش لپاره سوداګري د سیاسي قرباني کړې او زیان یې سوداګرو او عامو وګړو ته رسېږي همدا اوس د پاکستان په بازارونو کې د تازه مېوې او سبزیجاتو بیه څو چنده لوړه شوې او دغه راز بیا د لارو تړل کېدو سودګر په میلیونونو ډالر زیانمن کړي دي.»

بلخوا د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې رییس خانجان الکوزی هم وايي، چې دامهال د پولې دواړو غاړو ته د افغان او پاکستاني سوداګرو په سلګونو لارۍ ولاړې دي، چې له امله یې افغان سوداګرو ته له ۸۰۰ تر ۹۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی خو پاکستاني لوري ته بیا دا کچه څو چنده ډېره ده.

الکوزی دا وضعیت اندېښمنونکی بولي او په وینا یې د لارو د بندېدو دوام به د دواړه هېوادونو سوداګري او اقتصاد له ستر زیان سره مخ کړي.

الکوزی زیاتوي: «د تورخم او نورو ترازیټي لارو بندېدل که افغان سوداګرو ته زیان اړوي، خو څو چنده زیان یې پاکستان ته هم دی ځکه پاکستاني توکي له افغانستان پرته بل بازار نه لري؛ نو هیله مو دا ده چې د تورخم دروازه او نورو لارو کې د سوداګرۍ برخه کې شته ستونزې حل او پرانېستل شي.»

خو، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې له پاکستان سره د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر او نورو ټرانزیټي لارو د تړلو سره هم مهال دوی بندرعباس، چابهار، ازبیکستان او ځینو نورو بدلو لارو خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړی دی.

اخوندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه: «زموږ تکیه اوس یوازې پر تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر له پاکستان سره نه ده، بلکې له منځۍ اسیا سره مو بدیلې لارې پرانېستي او له پاکستان سره د لارو بندېدو پر مهال افغان سوداګرو له همدې لارې خپله سوداګري جاري ساتلې او کوم خنډ په کې نشته.»

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سواګرۍ کلنۍ اندازه نږدې دوه نیم میلیارده ډالرو ته رسیږي چې له دې جملې  ۱.۵میلیارد ډالرو په ارزښت پاکستان افغانستان ته صادرات لري او شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانسان توکي پاکستان ته صادریږي او له دې سره سره پاکستان هر کال ۶۰۰ زره ټنه سوداګریز توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لېږدوي چې دا لړۍ اوس په ټپه درېدلې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه