اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ترکیې په استانبول کې د پاکستاني پلاوي سره د دې ډلې د پلاوي خبرې د درېیمې ورځې لپاره لا هم دوام لري.
هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته ویلي، چې دا ډله د خبرو اترو پایلو ته په تمه پاتې کېږي.
مجاهد زیاتوي، چې دوی د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، خو خبرداری ورکوي، که کوم هېواد پر افغانستان برید کوي، د ورته اقدام سره به مخ شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات د شنبې په ورځ په ترکیه کې پیل شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستان سره پر کرښه جګړو او شخړو په اړه له افغان طالبانو څخه د خبرو پر مهال «روښانه، د شواهدو پر بنسټ او د حللارې موندلو پر محور» غوښتنې مطرح کړې دي، خو د طالبانو سرغړونې او نههمکاري د دوی د صداقت په اړه شکونه رامنځته کړي دي.
د جیو نیوز په وینا، سرچینو ویلي چې پاکستان خپل وروستی دریځ طالبانو ته وړاندې کړی، او دا یې روښانه کړې چې د پاکستان په نښه کولو لپاره د وسله والو هر ډول منل یا پناه ورکول به د منلو وړ نه وي.
د راپور له مخې، په استانبول کې د خبرو اترو په دوهم پړاو کې، اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د فعالیت کوونکو وسله والو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د مذاکراتو پر مهال د طالبانو استدلالونه «غيرمنطقي او له ميداني واقعيتونو څخه لېرې» وو، او دا کار د هغوی د واقعي سيمهييز ثبات د رامنځته کولو د هڅې په اړه شکونه لا پسې زيات کړي دي.
سرچینو زیاته کړې، چې ترکیه هڅه کوي چې د طالبانو پلاوي سره د شواهدو او د پاکستان د اندیښنو اهمیت ته په پام مرسته وکړي، څو دا تشه ډکه کړي.
