د تېر جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې، د افغانستان دننه او بهر ډېرو خلکو باور درلود چې طالبان بدل شوي او ښایي له نوې ټکنالوژۍ او د نړۍ له بدلونونو سره مثبت تعامل وکړي. خو کله چې دا ډله یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېده، د لومړیو څو ورځو تر تېریدو وروسته یې د اسلام او «شریعت» تر نوم لاندې نوي فرمانونه، حکمونه او پرېکړې خلکو ته اعلان کړې، چې دې چارې د خلکو شته هیلې په اوبو لاهو کړې او اوس حیران دي چې څه وکړي.
د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د طالبانو مشر د امربالمعروف او نهې عنالمنکر په نوم یو قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح کړ، چې د امربالمعروف وزارت اړوند او د ټولنې بېلابېلې برخې پکې تشریح شوې دي. د دغه قانون د ۲۲ مادې په نهمه فقره کې د ژوندیو موجوداتو څخه د انځور او ویډیو اخیستل منعه شوي، چې دې برخې دا مهال د هیواد په ډیرو ولایتونو کې عملي اړخ خپل کړی او د خبریالانو ترڅنګ یې د عامو خلکو، یوټبرانو او ممثلینو په ورځني ژوند، کار او ازادۍ مستقیم اغیز کړی دی.
د روان کال د سپټمبر په پیل کې د کندهار یو شمېر ممثلینو او یوټبرانو په ټولنیزو رسنیو کې پیغامونه خپاره کړل او څرګنده یې کړه، چې د طالبانو لهخوا په دې ولایت کې د ساه لرونکو شیانو انځور او ویډیو اخیستل او خپرول منعه شوي دي. یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، چې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر محتسبینو د کندهار له یو شمېر هنرمندانو او ممثلینو ژمنه اخیستې، چې نور به په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ ډول ویډیو یا انځور نه خپروي.
له دې پرېکړې وروسته لسګونه کندهاري ممثلین او یوټبران چې د خپلو هنري ویډیوګانو او اعلاناتي کارونو له لارې یې عاید ترلاسه کاوه، له کاره منعه شول او دغه ځوانان د طالبانو یاده پرېکړه د دوی په شخصي ژوند کې ښکاره مداخله، په نوې نړۍ کې د دغې ډلې زاړه فکرونه او د هنر د دروازو تړل بولي.
په کندهار کې يو تن ممثل عبدالله ابدالي، چې نږدې يوه لسيزه يې د دوبلې او تمثيل په برخه کې کار کړی، وايي د طالبانو تازه پرېکړه به د هغه ژوند لا اغیزمن کړي، ځکه په خبره یې چې د خپلې کورنۍ د ورځنيو اړتياوو پوره کولو يوازينی مسلک يې همدا ويډيويي تمثيل و، خو اوس د طالبانو له لوري دا لار هم بنده شوه او نه شي کولای په نورو برخو کې کار وکړي.
ابدالي په څو پرلهپسې ليکنو کې څرګنده کړې چې د شخصي کاروبار د پيل کولو وس نه لري او نه هم غواړي چې هغو کسانو سره ورځمزدوري وکړي چې تر دې دمه يې د هغوی پر بېانصافيو تمثيلي پارچې جوړولې.
نوموړي وویل: «ټوله شپه مې تر سهاره په ويښه تيره کړه چې راتلونکی به څنګه کېږي، خلک وايي صبر وکړه کاروبار شروع کړه، خو کاروبار پیسې غواړي که د بل کاریګر شم، نو ټولو ته به ووايي، چې راشئ زما دوکان کې هغه ممثل اوس زما مزدور دی چې ماته به يې په تمثيل کې ویل، چې په دوکانداري انصاف کوه، بدل شی په اصلی مه ورکوه، زما مسلک تمثل او ویډیو او اعلانات جوړول دي دلته کندهار کې يې پر موږ بند کړل، خو په کابل او هرات کی بیا کوم مشکل نه لري د لته حرامه هلته حلال دي که قانون دی که شریعت باید پر ټولو یو شیان عملي شي.»

په کندهار کې مشهور ايډيټر او ممثل خان وايي، د خلکو حالت ته په کتو او د سالم فکر د خپرېدو په موخه يې د څو کلونو په موده کې په نوښتګر ډول تمثيلي ويډيوګانې جوړې کړې دي. هغه زياتوي، اوس د ټکنالوژۍ او پرمختګ زمانه ده او اړينه ده چې خلک د نوې ټکنالوژۍ سره ځان اشنا کړي.
خان باور لري چې په نننۍ پرمختللې نړۍ کې خلک له موجودو امکاناتو څخه يا ښه او يا هم بده ګټه اخلي، خو مهمه دا ده چې له دغو امکاناتو څخه د خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره کار واخيستل شي.
هغه وايي، د خپل هنر او مسلک له لارې يې تل هڅه کړې چې ټولنې ته مثبت او رغوونکي پيغامونه ورسوي او ژمن دی چې دا لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ورکړي. د ده په وینا چې هېڅکله يې له خپل مسلک څخه ناوړه يا منفي استفاده نه ده کړې او وياړي چې د داسې مسلک خاوند دی.
نوموړي وویل: «دا اوس څنګه ژوند شو هيڅ ژوند نه دی، خو بیا هم ژوند دی چې رښتيا شي ژوند عصري دی دنيا ډجيټل شوه د دنيا غټه ګټه همدغه مارکيټينګ دی څوک ښه او څوک بد اعمال تشريح کوي، ما په خپل مسلک او هنر وطن ته ښه پیغامونه ورکړي دي او هم به يې ورکومه ما هيڅ ناوړه ګټه ورڅخه نه ده ترلاسه کړي.»
د کندهار يو بل مشهور ممثيل ميرزاولي پټان بیا وايي، د تمثيل ترڅنک په کندهار ښار کې يو دوکان لري، خو زياتوي چې د طالبانو تر بنديز وروسته يې کاروبار بیخي زيات تغيیر کړی او مشتريان يې کم شوي دي.
هغه وویل:« زه په خپل دوکان کې يو شریک لرم ګټه او تاوان مو نیم دي مګر جالبه داده چي تېره د جمعې شپه ما دوکان کې د ۱۳ زرو افغانیو سوداه کړې وه نن مکمله ورځ کې ۱۵۰۰ افغانۍ، د دې څخه ماته دا ښکاره شوه چې مخکې زما د فعالیت په خاطر خلک راتلل.»

د ساه لرونکو موجوداتو پر تصویر اخیستلو بندیز نه یوازې د رسنیو، هنر او مسلکي خلکو پر فعالیت منفي اغېزه کوي، بلکې د ټولنې فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ هم محدودوي. خلک او ټولنيز کارپوهان وايي، د دې بندیزونو دوام د عدالت او مسلک د اصولو سره په ټکر کې دي او د ټولنې پر راتلونکي ناوړه اغیزې کوي.
د کندهار اوسيدونکی عبیدالله ترين وايي، چې د ساه لرونکو موجوداتو پر تصویر اخیستلو بندیز د خبریالانو، یوټبرانو او عکاسانو فعالیتونه محدودوي او ترڅنګ یې د ویډیو، فلم، تمثیل، اعلانات او یا هم تجارتي ویډیوګانو فرصتونه له منځه وړي.
د ترين په وينا، چې د طالبانو دغه پريکړه به د خلکو په ځان باور او نوښت له منځه یوسي او د ټولنې د ازاد فکر، نوښت او نړیوالو تجربو سره د اشنا کیدو فرصتونه به له لاسه ورکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «ساه لرونکو موجوداتو پر تصویر بندیز د خبریالانو، عکاسانو او یوټبرانو کارونه ټکني کړي او د اعلانونو او فلمونو صنعت ته سخت زیان رسوي، دغه پرېکړه به د خلکو پر ابتکار او ازاد فکر منفي اغېزه وکړي، ځکه د دې بندیزونو دوام د نوښت، پرمختګ او نړیوالو تجربو له روحیې سره په ټکر کې دي.»
د کندهار يو بل اوسيدونکي او ټولنيز فعال احمدالله روان وايي، د کندهاري ممثلينو پر فعاليتونو تر بندیز وروسته د هغوی مينوالو د بهرنيو ممثلينو فلمونو او ويډويوګانو ليدو ته مخه کړې.
دی زیاتوي، چې په لنډمهال کې به د طالبانو هغه اقدام چې د منکراتو د مخنيوي په نوم يې کړی اخیستی، عملي شي، خو په اوږدمهالي ډول به ډير افغانان د بهرنيو کلتور سره اشناه شي، ځکه خلک د بهرنيو ممثلينو جوړ شوي فلمونه ګوري او په دې توګه د هغوی عادات خپلوي.
هغه له طالبانو څخه غواړي، چې خلک پريږدي ترڅو د نورې نړۍ په څير ژوند وکړي.
روان وویل: «طالبان فکر کوي چې د منکراتو د مخنیوي په نوم د هنر او تصویر اخیستلو بندیز به د ټولنې د اصلاح لامل شي، خو برعکس، دا بندیزونه خلک د بهرنیو کلتورونو لور ته هڅوي، ځکه افغانان اوس د بهرنيو فلمونو او ویډیوګانو لیدو ته مخه کړې ده.»
که څه هم کندهاري ممثلینو څو ځله د طالبانو څخه غوښتي چې بیاځلي د دوی کار ته اجازه ورکړي، خو تر اوسه طالبانو د هغوی غوښتنې نه دي منلي او نه یې هم په دې تړاو څرګندونې کړې دي.
