د ایران او طالبانو ترمنځ هوکړه؛ د هلمند د اوبو د کمیسارانو دېرشمه ناسته په تهران کې ترسره کېږي

اطلاعات روز: کابل کې د ایران سفارت وايي، چې د دې هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي او د طالبانو د انرژۍ او اوبو مرستیال وزیر مجیب الرحمن اخوندزاده ترمنځ په یوه کتنه کې موافقه شوې، چې د ایران د حقابې د تعقیب په موخه «د هلمند د اوبو د کمیسارانو دیرشمه ناسته» به نږدې راتلونکې کې په تهران کې ترسره شي.

دې سفارت نن (سې شنبه، ۶ د لړم) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوې اعلامیه کې د دې هوکړې خبر ورکړی دی.

د ایران سفارت زیاته کړې، چې غریب‌ آبادي د طالبانو د انرژۍ او اوبو له مرستیال وزیر سره د «هلمند د حقابې، د هریرود د حقوقي نظام، تخنیکي او حقوقي ناستو او د هامون نړیوالو جهیلونو د تاریخي او دودیزې حقابې» په اړه خبرې کړې دي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې په مکرر ډول د هلمند سیند څخه د دغه هیواد د حقابې په اړه ترینګلې شوې دي.

ایران غواړي د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون له لارې اوبه ترلاسه کړي، خو طالبان وايي د وچکالۍ له امله د هلمند سیند اوبه ایران ته نه رسیږي.

دوه کاله وړاندې په دې برخه کې د تاوتریخوالي وروسته، د ایران تخنیکي پلاوي په ارزګان کې د اوبو د څارنې مرکز ته سفر وکړ او تایید یې کړه چې د اوبو کچه د عادي اوبو کلونو په پرتله کمه شوې.

د دې پلاوي له سفر وروسته، د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا کمه شوه، خو ایراني چارواکو له هغې وروسته څو ځلي طالبان تورن کړي چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن نه دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه