د کابل – جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې؛  څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې لومړۍ پېښه نن (دوشنبه، ۱۲ د لړم) سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ په «کاکڅ» سیمه کې د کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې کسانو خپل ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه راز دوېمه پېښه هم نن سهار د کابل – جلال اباد پر لویه لاره ماهیپر ته څېرمه د سراچه ډوله او سوزکي موټر ترمنځ رامنځته شوې چې پر مهال یې یو کس مړ او څلور ټپیان شوي.

په دې وروستیو کې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي قوانینو نه مراعات بلل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه