د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان په هېواد کې وژل شوي، خو د معافیت کلتور د حاکمیت له امله د دې پېښو ۹۰ سلنه یې د قانون او عدالت له مخې نه دي څېړل شوې.
دې مرکز نن (یکشنبه، د لړم ۱۱مه) د «د جرمونو د معافیت د ختمېدو د نړیوالې ورځې» په مناسبت، د عدالت د تأمین او د خبریالانو د حقونو د رعایت غوښتنه کړې.
مرکز زیاتوي، په تېرو څلورو کلونو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د حقونو د نقض ۶۴۰ پېښې ثبت شوې چې پنځه د وژنو او ۲۶۵ د نیونو پېښې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو نه یوازې پر رسنیو فشارونه زیات کړي، بلکې له پر لیکه پلاتفورمونو څخه یې هم د مهاجرو خبریالانو د بدنامولو لپاره استفاده کړې ده.
مرکز خبرداری ورکړی چې د ورځنیو ګواښونو او محدودیتونو له زیاتېدو سره د معافیت د کلتور دوام د ټولنې او د هېواد د پرمختګ لپاره درنې پایلې لرلی شي.
دې نهاد له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د قربانیانو په اړه عدالت تأمین کړي او پر رسنیو لګېدلي پراخ محدودیتونه لرې کړي.
طالبانو واک ته له بیا ځلې رسېدو راهیسې پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او په ډېرو مواردو کې یې د رسنیو دفترونه تړلي او خبریالان یې نیولي یا بندي کړي دي.
