ایران او جاپان د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه

اطلاعات روز: په کابل کې د ایران او جاپان سفارتونو د هیواد په شمال کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.

د ایران سفارت ویلي، چې «د تل په څیر به د افغانستان د خلکو تر څنګ په سختو حالاتو کې ولاړ وي او له پېښې او د خلکو د اړتیاوو له جزیاتو وروسته به اړینې مرستې ترسره کړي».

د جاپان سفارت هم ویلي، چې دوی وضعیت څاري او د اغیزمنو خلکو ملاتړ ته چمتو دي.

تیره شپه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د افغانستان شمال ولړزاوه.

د طالبانو د شمېرو له مخې، په بلخ او سمنګان کې د دې زلزلې له امله تر  ۲۰ ډیر کسان مړه او نږدې ۳۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د تلفاتو او زیانونو وروستۍ شمیرې لا نه دي اعلان شوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه