ګوتریش: خبریالان په ټوله نړۍ کې له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وایي چې خبریالان په ټوله نړۍ کې له زیاتېدونکو ګواښونو لکه سپکاوي، ګواښ، فزیکي برید، زندان، شکنجې او حتا وژنې سره مخ دي.

ښاغلي ګوتریش نن (یکشنبه، ۱۱ د لړم) د «خبریالانو پر ضد د مصوونیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې» په ماسبت غوښتنه کړې چې د خبریالان په حق کې باید عدالت وشي.

ده ویلي چې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د وژنې له هرو ۱۰ مواردو څخه نهه یې نه دې تعقیب شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدا راز غزه د خبریالانو لپاره د شخړې د نورو ځایونو په پرتله تر ټولو خونړی ځای بللی او یو ځل بیا یې د خپلواکو او بې پرې څېړنو غوښتنه کړې.

ده ویلي: «هر وخت مصوونیت نه یوازې د قربانیانو او کورنۍ په حق کې بې عدالتي ده بلکې پر رسنیو برید، تاوتریخوالي ته نوره بلنه او د ډیموکراسۍ ګواښل دي.»

انتونیو ګوتریش ویلي چې ټول دولتونه باید د خبریالانو پر خلاف د جنایت هره قضیه وارزوي، د جنایت هر عامل محاکمه کړي او ډاډ تر لاسه کړي چې خبریالان کولای شي هر ځای په ازاد ډول کار وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدا راز غوښتنه کړې چې د ښځینه خبریالانو له زیاتیدونکې ځورونې سره مقابله وکړي او ویلي یې دې چې داسې ځورونې تر ډېره حده بې مجازاتو پاتې کېږي او په نړۍ کې واقعي زیان پېښوي.

ده ټینګار کړی چې ډیجیټال فضا باید د هغو لپاره امن وي چې خبرونه او راپورونه راغونډوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي: «کله چې خبریالان چوپ وي، زموږ ټولو غږ بیا نشته. راځئ په ګده د دوی دفاع وکړو، د پاسخ ګویي غوښتنه وکړو او تضمین کړو چې کوم کسان د قدرت په وړاندې حقیقت وایي، وکولای شي چې دا کار له وېرې پرته وکړي.»

دا په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر رسنیو او خبریالانو پراخ بندیزونه لګولي دي.

طالبانو همدا راز د خبریالان نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي او اوس مهال هم له دې ډلې سره ځیني خبریالان بندیان دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه