طالبان: په بلخ او سمنګان کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۲۰ لوړ شوی

اطلاعات روز: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان اعلان کړی، چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بلخ او سمنګان کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر ۲۰ زیات کسان مړه او نږدې ۳۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه نن سهار (دوشنبه، ۱۲ د لړم) پر خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د مرستې او ژغورنې ټیمونه لاهم په سیمه کې کار کوي او شمیرې د بدلیدو په حال کې دي.

د شرافت زمان په وینا، چې طبي ټیمونه د پیښې ځای ته رسېدلي او وزارت ټولو نږدې روغتونونو ته امر کړی چې بشپړ چمتووالی ولري.

تېره شپه دشپې ۱۲:۵۸ دقیقې د ریښتر په کچه ۶.۳ زلزلې د افغانستان د شمال سمنگان ولايت ولړزاوه. دغه زلزله په ايبک، مزارشريف، ميمنه، تخار، کندز، کابل او سرپل ښارونو کې هم احساس شوې ده.

ورته مهال ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دوی ټیمونه او شریکان د افغانستان په شمالي زلزله ځپلو سیمو کې شتون لري ترڅو اړتیاوې وارزوي او بیړنۍ مرستې چمتو کړي.

یاد سازمان ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د یوې مرګونې زلزلې څخه یوازې څو اونۍ وروسته، د هیواد شمال اوس د یوې بلې زورورې زلزلې شاهد دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه