په هلمند کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې دولایت د مارجې ولسوالۍ په «قاسم بازار» سیمه کې د يوه کس جسد موندل شوي دی.
دا سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي چې دا جسد نن (یکشنبه، ۱۱ د لړم) د جوارو په پټو کې پیدا شوی دی.
د سرچینو په وینا، د نوموړي د وژنې ډول څرګند نه دی او نه هم د پېښې د انګیزې په تړاو څه معلومات تر لاسه شوي دي.
سرچينې ويلي چې د وژل شوي کس د هویت په تړاو نور جزییات نه دې تر لاسه شوي، خو جس یې د ولسوالۍ بازار کې «قاسم» نومي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي چې تر ډېره حده یې انګیزې جنایي وي.
ځایي طالب چارواکي ډېری وخت د داسې پېښو په تړاو معلومات نه ورکوي او په دې تړاو جزییات پټ پاتې کېږي.
