اطلاعات روز: په بلخ او سمنګان کې د تېرې شپې زورورې زلزلې له امله ۱۱ کسان مړه او ۲۹۰ تنه ټپیان شوي دي.
په بلخ ولایت کې د طالبانو روغتیايي چارواکي وايي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله دغلته لږ تر لږه څلور کسان مړه او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ نن سهار (دوشنبه، ۱۲ د لړم) ویلي، چې د تېرې شپې له زلزلې راهیسې، د بلخ ولایت د ابو علي سینا روغتون ته څلور جسدونه لیږدول شوي دي.
د ده په وینا، د مزارشریف ښار ۱۲۰ تنه اوسېدونکي ټپیان په روغتون کې بستر شوي دي.
په سمنګان کې هم د تېرې شپې زلزلې له امله اووه کسان مړه او ۱۷۰ ټپیان شوي دي.
تر اوسه پورې، په بلخ او سمنګان کې د زلزلې له امله د تلفاتو ټولټال شمېر ۱۱ کسان مړه او ۲۹۰ ټپیان اعلان شوي دي.
تېره شپه د شپې په نیمایي کې د ریښتر په کچه ۶.۳ زلزلې د افغانستان د شمال سمنگان ولايت ولړزاوه. د امريکا د زلزلهسنجۍ مرکز د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې ژورتيا د ځمکې سطحې ته نږدې وه، چې له امله یې سمنگان او بلخ ولايتونو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د تلفاتو کره شمیرې تر دې دمه نه اعلان شوي او ښایي زیات شي.
