د طالبانو عدلیې وزیر: د امیرالمومنین لرل، یو ستر نعمت دی

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده یو «ستر نعمت» بللی او ویلي یې دي، چې هغه پر «خلکو ډېر مهربانه او شریعت ته زیات پابند» دی.

نوموړي له اخوندزاده څخه پر اطاعات ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د نظام ټول مسوولین دې په اخلاص، رښتینولۍ او امانت‌دارۍ سره خلکو ته کار وکړي او له هغه ډول کړنو ډډه وکړي چې اسلامي نظام ته زیان رسوي.

د طالبانو عدلیې وزارت په وینا، شرعي دا څرګندونې پرون (شنبه، ۱۰ د لړم) د دې وزارت له مرکزي او ولایتي مسوولینو سره په یوې ناسته کې کړې دي.

هغه د طالبانو له مسوولینو غوښتي چې «د اسلامي نظام لپاره په اخلاص او صداقت سره کار وکړي».

د طالبانو عدلیې وزیر خپلو مسوولینو ته په خطاب کې ویلي، چې په سمه توګه ولس ته خدمت وکړي ځکه دې ملت د اوږدو کلونو راهیسې ډېر کړاوونه او ستونزې ګاللي دي.

د طالبانو عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې د شرعي له قوله ویل شوي «لکه څنګه چې فتح او د اسلامي نظام واکمنېدل یو ستر نعمت دی، په راس کې یې د یو داسې امیرالمومنین لرل چې پر خلکو ډېر مهربانه او شریعت ته زیات پابند دی، هم یو نعمت دی».

طالبان د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته امیرالمومنین په نوم یادوي. د اخوندزاده دفتر په کندهار کې دی او هغه تر اوسه په ​​عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او د خلکو له سترګو پټ دی.

دا مهال د طالبانو په اداره کې اصلي پریکړه کوونکی د ډلې مشر ګڼل کېږي، او د هغه احکام د قانون حیثیت لري.

د طالبانو مشر په تیرو څلورو کلونو کې ګڼ شمیر احکام صادر کړي دي. د هغه ډیری احکام د اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او آزادۍ په جدي توګه محدودې کړې دي. اوس مهال، ښځې او نجونې له زده کړې او کار څخه محرومې دي. د ۲۰۲۵ د جولای په ۸مه، د جزا نړیوالې محکمې (ICC) دویمې څانګې بیا په همدې تور د طالبانو د مشر او د قاضی القضات د نیولو حکم صادر کړی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه