ننګرهار کې دوه طالبان د وسله وال برید پر مهال وژل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د وسله وال برید پر مهال دوه طالبان وژل شوي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پېښه تېر ماښام (یکشنبه، ۱۱ د لړم) د بهسودو ولسوالۍ په «قاسم اباد» سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې پر موټر سایکل سپاره دوه طالبان وژل شوي.

د سرچینې په خبره یاد طالبان په اصل د بهسودو ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ مربوط وو، چې په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو او د وسله والو تر برید لاندې راغلي او وژل شوي دي.

له دې څو میاشتې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم دوه طالبان د ناپېژانده وسله والو له لوري د ګزمې پر مهال په ډزو وژل شوي وو.

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او دغه راز ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي، چې تر ډېره یې مسوولیت د مقاومت جبهې منلی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه