د طالبانو د انرژۍ او اوبو د وزارت مشاور فاروق اعظم وروسته تر هغه له خپلې دندې ګوښه کړل شوی چې نوموړی یو څه وخت وړاندې د طالبانو پر مشر هبت الله اخوندزاده د نیوکو له امله نیول شوی و.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت دې مشاور نن (دوشنبه، ۱۲ د لړم) پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي چې له یاد وزارت څخه یې خدای په اماني کړې ده.
که څه هم نوموړي نه دې ویلي چې ولې یې خپله دنده پرېیښې ده، خو زیاته کړې یې ده چې د وزارت طالب چارواکو ته یې ویلي چې دی به هر وخت همکارۍ ته تیار وي.
مګر ځیني ناتایید شوي راپورونه وایي چې نوموړی د طالبانو د نظامي محکمې په امر له دې امله له دندې ګوښه شوی او د طالبانو په حکومت کې د کار کولو بندیز پر لګولی چې نوموړي په پر له پسې توګه د نجونو پر زده کړو د طالبانو پر بندیز نیوکې کولې.
نوموړي یو څه وخت وړاندې پر ټولنیزو څو ځلې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز ناسم بللی و خو نوموړی وروسته د طالبانو د نظامي محکمې په امر نیول شوی و او تر یو څو ورځني زندان وروسته خوشي شو.
