د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي چې که له طالبانو سره مذاکرات ناکام شي، پاکستان به ستونزه په خپله حل کړي. ده خبرداری ورکړی چې ښه خبره داده چې د افغانستان طالبان ستونزې د مذاکراتو له لارې په سولییزه توګه حل کړي.
د ایکسپریس ټریبیون رسنۍ له راپور سره سم، چودري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (۱۲ د لړم) په راولپنډۍ کې یو شمېر خبریالانو ته کړې دي.
ده ویلي چې پاکستان د سولې غوښتونکی دی او غواړي له طالبانو سره مسایل د خبرو-اترو له لارې حل کړي. ده ویلي: «موږ د سولې او توافق غوښتونکي یو خو که مذاکرات ناکام شي، ستونزه په خپله حل کوو. په وروستیو ورځو کې موږ وښوده چې دا کار کولای شو.»
ټاکل شوې ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو بل نوی پړاو د پنجشنبې په ورځ (۱۵ د لړم) په استانبول کې پیل شي. دواړه لوري تېر ځل کومې پایلې ته ونه رسېدل.
چودري ویلي چې پاکستان یوازې د درېیمګړو اړخونو په غوښتنه د منځګړو له هڅو سره توافق کړی. ده خبرداری ورکړی: «ښه داده چې د افغانستان طالبان مسایل د خبرو له لارې په سولییزه توګه حل کړي. کنه موږ له دې وضعیت سره د مقابلې لپاره نورې لارې هم لرو.»
ده د دوحې مذاکراتو ته په اشار ې ویلي چې طالبانو لومړی د پاکستان له لوري له وړاندیز شویو ټکو سره موافقه وکړه خو وروسته پر شا شول. ده ویلي: «په دوحیه کې دوی له لومړنۍ مسودې سره موافقه وکړه او وروسته یې وویل چې لا یې هم لاسلیکولای نه شي او یا هم دا چې لومړی باید ټلیفوني اړیکه ونیسي.»
چودري ویلي چې د دوحې د مذاکراتو پر مهال خپلو تعهداتو ته د طالبانو پابندي د واقعي سولې د راوستلو لپاره د دوی بې ثباتي او نه جدیت ښیي.
د ستونزې حل په افغانستان کې د یوه نماینده دولت په رامنځته کېدلو کې دی
چودري ویلي چې په دوحه او استانبول کې مذاکرات د یوه واحد کاري دستور پر اساس – د افغانستان له کرښو دباندې د خپرېدونکي ترهګرۍ ختمول – پای ته ورسیدې.
ده ویلي چې اصلي ستونزه داده چې طالبان د دوحې توافقلیک نه عملي کوي. د ده په وینا: «په دوحه کې طالبانو له متحده ایالاتو سره هوکړه کړې وه چې په افغانستان کې د یوه نماینده دولت د رامنځ ته کولو لپاره به لویه جرګه جوړوي مګر طالبانو پر دې ژمنه عمل ونه کړ.»
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي: «د ستونزې حل دادی چې په افغانستان کې یو نماینده دولت جوړ شي.» ده همدا راز ویلي چې پاکستان د طالبانو د رهبرۍ له چلند سره چې د دوحې توافقلیک نقض کوي، مخالف دی.
«کوم خلګ چې له طالبانو سره مذاکرات غواړي، باید افغانستان ته ولاړ شي.»
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې که د خیبرپښتونخوا حکومت له ترهګرو سره خبرې کوي، دا کار نشي کېدلای – یوازې سرخوږی جوړول دي. ده ویلي: «طالبان زموږ د امنیتي سرتېرو په پرې کړو سرونو فوټبال کوي. له داسې خلګو سره څرنګه مذاکرات کولای شو؟»
چودري ویلي چې د هیواد د ټیکاو لپاره د علماوو، رسنیو او سیاسي رهبرانو تر منځ وحدت اړین دی. ده ویلي: «زموږ دیني علما، رسنۍ او سیاستوال باید په یوه خوله غږ وکړي – یوازې په همدې صورت کې سمه پرېکړه کولای شو.»
ده د خپلو څرګندونو په لړ کې له هغو خلګو چې له افغانستان سره خواخوږي لري، پوښتنه وکړه او ترې ویې غوښتل چې باید پام وکړي چې افغان لوری واقعا څه غواړي. ده وویل: «کوم کسان چې له افغانستان سره مینه لري، باید له خپله ځانه وپوښتي چې دا خلګ څه غواړي.»
ده له هغو عناصرو سره خبرې کول رد کړل چې پاکستانیان په نښه کوي. ده وپوښتل: «ایا له هغو خلګو سره خبرې وکړو چې زموږ خلګ وژني؟» ده وړاندیز وکړ چې کوم کسان د خبرو-اترو ملاتړ کوي، ښه خبره داده چې هغوی افغانستان ته ولاړ شي. ده ویلي: «د دوی لپاره غوره داده چې افغانستان ته ولاړ شي، هغه ځای ورته مناسب دی.»
«د افغانستان طالبان هیڅکله زموږ خپلوان نه وو».
د پاکستان د پوځ ویاند په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان تر ۲۰۱۸ کال پورې ترهګري ځپلې وه، خو وروسته ځینو د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ – هغه پرېکړه چې نوموړي ناسمه وګڼله.
چودري له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: «په یاد مو نه دي چې چا د طالبانو لباره د دفتر د پرانیستلو وړاندیز وکړ؟ موږ هیڅکله هم څوک نه دې خپلوان کړي، افغان طالبان هیڅکله زموږ خپلوان نه وو.»
ده ټینګار کړی چې د پاکستان دولت نشي کولای چې له غیر دولتي لوبغاړو سره کېني. ده ویلي: «د پاکستان د دولت لپاره شونې نه ده چې له غیر دولتي بنسټونو سره خبرو ته کېني.»
د پاکستان له خاورې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ناسم دي
د پاکستان د عامه اړیکو عمومي مسوول په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په تړاو د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ هر ډول تفاهم رد کړی او دا یې په «بشپړه توګه بې بنسټه» ګڼلی.
ده ویلي: «پاکستان له متحده ایالاتو سره هیڅ ډول توافق نه لري او د طالبانو د رژیم له لوري د بې پیلوټه الوتکو په تړاو هیڅ ډول شکایت نه دی تر لاسه شوی.»
ده ویلي چې د اطلاعاتو وزارت په ځلونو دا موضوع راسپړلې ده. د پاکستان د پوځ ویاند ټینګار کړی: «هیڅ داسې څه نشته چې د هغه پر اساس الوتکې له پاکستانه په افغانستان کې عملیات وکړي.»
چودري ویلي چې د طالبانو رژیم ترهګرو ته اسانتیاوې برابروي او پاکستان د استانبول د مذاکراتو پر مهال طالبانو ته روښانه کړې ده چې د ترهګرۍ د کنټرول مسوولیت او د دې کار د ترسره کېدو څرنګوالی د دوی مسوولیت دی.
ده ویلي: «دا زموږ خلګ وو. کله چې موږ د دوی پر خلاف عملیات پیل کړل، دوی افغانستان ته وتښتېدل. دوی دې موږ ته وسپاري او موږ له اساسي قانون او قانون سره سم چلند ورسره کوو.»
