اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې نن (سې شنبه، ۱۳ د لړم) له دې ولایت څخه روسیې هېواد ته په یو بار کې ۵۰ ټنه مڼې صادرې شوې.
د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو وياند محمدحنيف حقمل وايي، چې دغه مڼې د معیاري بسته بندۍ وروسته د يوې خصوصي کمپنۍ په مرسته د هرات تورغونډۍ بندر له لارې روسیې ته صادرې شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه تړون له مخې به له کندهار څخه روسیې ته د ۱۰۰۰ ټنه مڼو صادرات ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې څو ورځې وړاندې هم له کندهار څخه د انارو یو بار روسیې ته صادر شوی و.
