د هیواد په شمال کې زلزله؛ د مړو شمېر ۲۷ او د ژوبلو ۹۵۶ ته لوړ شو

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هیواد په شمال کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۷ او د ژوبلو ۹۵۶ ته لوړ شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل نن مازیګر (سې‌شنبه، ۱۳ د لړم) ویلي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې اوښتې.

د ده په وینا، د دې زلزلې له امله ۱۳ تنه په سمنګان، ۱۲ تنه په بلخ، یو تن په بغلان او یو تن په سرپل کې مړه شوي.

د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت ویاند زیاته کړې چې همدا راز ۴۱۸ په سمنګان، ۴۳۵ په بلخ، ۱۹ په بغلان، ۶۵ تنه په کندوز، ۱۶ تنه په سرپل او درې تنه په جوزجان کې ژوبل شوي.

د یکشنبې په شپه د ۶.۳ درې رېښتر په کچه زلزلې د هیواد شمال ولړزاوه. د دې زلزلې مرکز د سمنګان خلم ولسوالي وه.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) په خپل لومړني راپور کې ویلي چې په دې زلزله کې ۹۰ کورونه ویجاړ شوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه