نی: هېڅ افغان خبریال باید بیرته «مرګ‌ځای» ته ونه لېږل شي

اطلاعات روز: په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) له پاکستان څخه د افغان خبریالانو ایستل «مرګ‌ځای» ته د هغوی لیږل بللي او له پاکستاني دولته یې غوښتي چې افغانستان ته د زیان‌منونکو کسانو، په تېره بیا د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ایستلو مخه ونیسي.

دغه بنسټ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د خبریالانو ایستل د بشري حقونو او د وګړو د مدني حقونو له ټولو نړيوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې دي او هغه هېوادونه چې د بشري حقونو له نړيوالو اعلامیو او میثاقونو غړي دي، باید د خپلو نړيوالو ژمنو سره سم عمل وکړي او هېڅ زیان‌منونکی کس له خطر سره مخ نه کړي.

په دې وروستیو کې راپور ورکړل شو، چې پاکستاني پولیسو یوه افغان خبریاله فاطمه هم نوا د هغې د دوو کوچنیو ماشومانو سره نیولې ده.

نی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره میرمن هم نوا خوشې کړي او د هغې د ویزې د غځولو اسانتیا برابره کړي.

دغه بنسټ یادونه کړې، چې د پاکستان حکومت له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او هغو کسانو چې ژوند یې په خطر کې دی له نیولو او شړلو به ډډه کوي.

نی د پاکستان له دولت غوښتي چې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي او د زیان‌منونکو کسانو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د شړلو مخه ونیسي.

په ایران کې افغان خبریالان هم افغانستان ته د ایستلو له خطر سره مخ دي.

په تیرو څلورو کلونو کې، یو شمیر خبریالان او د مدني ټولنې فعالان د طالبانو د ګواښونو له امله په ګاونډیو هیوادونو کې پناه اخیستې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه