«ملا محمد عمر دا ننگ ونه مانه چې یو مسلمان (اسامه بن لادن) کافرانو (امریکا متحدو ایالاتو) ته وسپاري.» دا خبرې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزیر مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۲ کال په وږي میاشت کې وکړې. هغه د طالبانو د بنسټګر ملا عمر عمل توجیه کړ چې ګواکې د ایډیولوژیکو ارزښتونو د پابندۍ له امله یې د خپل حکومت بقا قرباني کړه. اوس تر هغې پېښې دوه نيمې لسیزې وروسته طالبان له ورته حالت سره مخ دي؛ خو توپیر دا دی چې دا ځل امریکا نه، بلکې پاکستان له دوی غواړي چې د «ایډیولوژۍ» او له اسلام اباد سره د ګرمو اړیکو تر منځ یو انتخاب وکړي.
په دې ورځو کې د طالبانو حکومت له دې فشار سره مخ دی چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشران چې له افغان طالبانو سره ایډیولوژیک، قومي او مذهبي تړاو لري، اسلاماباد ته وسپاري، یا یې دې ته اړ کړي چې د پاکستان پر خاوره بریدونه بند کړي. دا ډول غوښتنه د طالبانو لپاره چې مشروعیت یې د «دیني او ایډیولوژیکو ارزښتونو پر وفادارۍ» ولاړ دی، یوه سخته ازموینه ده ځکه چې دا پرېکړه نېغ په نېغه په طالبانو کې دننه د ملا هبت الله واک په نښه کوي.
که د طالبانو مشر د پاکستان د غوښتنې پر وړاندې نرم شي او تحریک طالبان پاکستان د سیاسي معاملې په خاطر قرباني کړي، شونې ده چې د طالبانو یو شمېر مشران او جنګیالي ترې نا امیده شي او دی به ورته «کمزوری» ښکاره شي. دا په داسې حال کې چې د طالبانو بنسټګر ملا عمر په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او ناټو د پوځي او اقتصادي ځواک پر وړاندې ودرېد او حاضر نه شو چې اسامه بن لادن او د القاعده غړي چې د ۱۱ سپتمبر بریدونه یې طرحه کړي وو، امریکا ته وسپاري. اوس طالبان له ورته پوښتنې سره مخ دي: ایا ملا هبتالله اخوندزاده به د ملا عمر د تاریخي پرېکړې پیروي وکړي، که به بله لاره غوره کړي؟
تحریک طالبان پاکستان او جنګي ماشین یې د افغانستان د شل کلن جنګ په جریان کې د افغان طالبانو په خدمت کې وو. د TTP ډېری جنګیاليو له کوم معاش پرته د طالبانو په ملتیا جګړه کوله او یوازې پر «جنګي غنیمتونو» یې بسنه کوله. کله چې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون لاسلیک شو، د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو زمینه برابره شوه او دې چارې طالبان د جګړې په ډګر کې نور هم پیاوړي کړل.د دوحې د تړون له امله د لوېدیځ د سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ کمېدو د افغان پوځیانو روحیه کمزورې کړه او په پایله کې یې جمهوریت سقوط شو.
پاکستان چې فکر یې کاوه چې د پخواني حکومت په نسکورېدو او د امریکا او ناټو په وتلو سره یې «ستره بریا» ترلاسه کړې، باورمن و چې د تېر شل کلن کوربتوب او په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې طالبانو ته د روزنیزو مرکزونو د برابرولو له امله پر طالبانو بشپړ نفوذ لري. مګر دا ارزنه یې ناسمه وختله. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان چې د افغان طالبانو تر څنګ جنګېدلي وو او د چریکي او انتحاري جګړې مهارتونه یې زده کړي وو، د طالبانو له «بریا» یې الهام واخیست او په پاکستان کې یې خپله جګړه نوره هم پراخه او سخته کړه. ډېر هغه پاکستانی جنګیالي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې د «جنت» ارمان نه و پوره شوی، اوس له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو ته ستانه شول او د تېرو څلورو کلونو پر مهال یې په پاکستان کې بې مخینې پراخ بریدونه وکړل.

اوس مهال اسلام اباد ځان د هماغې تګلارې قرباني بولي چې پخوا یې ترې ګټه اخیسته. اوس چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آی ایس آی) له کوم امنیتي کړکېچ سره مخ ده، لامل یې د افغانستان د جګړې پر مهال د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي مسلح کول وو. مګر دا مهال د افغانستان طالبان په پاکستان کې له «خپلو ایډیولوژیکو» وروڼو سره د مقابلې اراده نه لري او همدې مسلې د دواړو لورو اړیکې کړکیچنې کړې دي.
له دوحې تر استانبوله
کله چې پاکستان په دریو اونیو کې دننه په پر له پسې توګه په کابل او پکتیکا کې بریدونه وکړل، د طالبانو او اسلام اباد تر منځ شخړه زیاته شوه. طالبانو یې هم په غبرګون کې پر کرښه «انتقامي» بریدونه وکړل. کله چې د شخړې د پراخېدو اندیښنې زیاتې شوې، قطر او ترکیه د منځګړو په توګه راوړاندې شول. د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو لومړی پړاو په دوحه کې ترسره شو او دواړو لورو اعلان وکړ چې د یو فوري اوربند پر سر توافق ته رسېدلي دي. تر دې وروسته پرېکړه وشوه چې دوهم پړاو خبرې په ترکیه کې وشي. دا ناسته د لړم د میاشتې په درېیمه، د شنبې په ورځ په ترکیه کې پیل شوه؛ خو له هماغه پیله د دواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ ژور اختلافونه څرګند شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل کولو لپاره د ترکیې په استانبول کې له پاکستان سره خبرې د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۸مه) پای ته ورسېدې. هغه د ترکیې او قطر د منځګړیتوب او د خبرو د اسانچارۍ مننه وکړه او پر خپل ایکس پاڼه یې ولیکل: «د افغانستان اسلامي امارت له پیله پر دیپلوماسۍ او تفاهم باور درلود، له همدې امله یې د یوې بشپړې او مسلکي ډلې په ټاکلو سره د خبرو بهیر په صداقت او جديت پیل کړ او تر دې پړاو پورې یې په بشپړه همکاري او حوصله تعقیب کړی دی.»
مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان «له پاکستان سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او دا اړیکې باید د متقابل درناوي، د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د هېڅ اړخ لپاره د نه ګواښ پر بنسټ ولاړې وي.»
هغه زیاته کړه: «د استانبول خبرې چې پیچلې وې، په دې موافقې پای ته ورسېدې چې دواړه لوري به بیا سره وینې او پاتې موضوعات به څېړي او بحث به پرې کوي.»

له دې څرګندونو سره-سره د طالبانو سرچینې وایي، چې د خبرو پر مهال ترینګلتیاوې زیاتې وې. د پاکستان پلاوي له طالبانو غوښتي وو چې ضمانت ورکړي څو ټولې جنګیالۍ ډلې چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، افغانستان ته دننه انتقال شي او وروسته کنټرول کړل شي. په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د ځواکونو په تړاو دا غوښتنه شوې وه.
په مقابل کې یې د طالبانو پلاوي له اسلام اباده وغوښتل چې پاکستان هم باید تضمین ورکړي چې خپله خاوره به د طالبانو د حکومت پر ضد د هېڅ بل هېواد په واک کې نه ورکوي، په ځانګړي ډول د امریکا بېپیلوټه الوتکې به له دې هیواده افغانستان ته نه ننوځي. له طالبانو سره د تړلو رسنیو د راپور له مخې، د پاکستاني پلاوي مشر جنرال شهاب اسلم ځواب ورکړ چې اسلاماباد هېڅ ډول تضمین نه شي ورکولی او نه هم دا تضمینولای شي چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش خراسان) فعالیتونه به په افغانستان کې پای ته رسېږي او نه هم دا توان لري د دې هیواد له هوایي حریم څخه به د امریکایي بېپیلوټه الوتکو د الوتنو مخه نیول کېږي.
د طالبانو حکومت د افغانستان په فضا کې د امریکایي ډرونونو الوت اندېښمن کړی او وېره لري چې د القاعده د پخواني مشر ایمن الظواهري د وژنې په څېر سناریو بیا تکرار نه شي. د افغانستان خاورې ته د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ننوتلو یوازینی احتمالي مسیر پاکستان دی ځکه نور هېڅ ګاونډی هېواد له امریکا سره د خپل هوايي حریم د کارولو تړون نه لري.
په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آیاېس آی) هڅه کوي د امریکا له حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي. په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره د اسلام اباد نږدېوالي د طالبانو اندېښنې زیاتې کړې دي. د پاکستان پوځ له سخت مالي او اقتصادي بحران سره مخ دی او د واشنګټن د اقتصادي مرستو د جلب لپاره غواړي د امریکا غوښتنو ته تر ډېره مثبت ځواب ورکړي. د افغانستان د حکومت تر سقوط وروسته، له پاکستان سره د امریکا مستقیمې مرستې راکمې شوي او اسلاماباد هڅه کوي د «د ترهګرۍ د قرباني» په توګه ځان وښیي او یو ځل بیا د لوېدیځ ملاتړ ترلاسه کړي.
اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او «د بلوچستان د ازادۍ پوځ» په څېر ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي. طالبان دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې له پاکستانه افغانستان ته امنیتي ګواښونه متوجې دي.
په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د خبرو په لومړي پړاو کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه محمد آصف سره د اوربند تړون لاسلیک کړ. خو په ترکیه کې د دوهم پړاو خبرو لپاره د طالبانو پلاوی بدل و: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب د پلاوي مشري کوله. همدا راز د طالبانو د دفاع وزارت د عملیاتو رییس مولوي نورالرحمان نصرت، د سراجالدین حقاني ورور انس حقاني، په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د دې پلاوي غړي وو.

رحمتالله نجیب د ملا هبتالله آخوندزاده نږدې کس ګڼل کېږي او مخکې یې د طالبانو د استخباراتو د ادارې د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې. هغه د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد د جګړې پر مهال په لوګر کې فعال و او د جمهوریت تر سقوط وروسته د طالبانو د استخباراتو ریاست ته ولاړ. د داعش خراسان څانګې پر ضد د ده د جګړې سابقه د دې لامل شوې چې د استخباراتي جوړښتونو په تړاو په ژوره توګه پوهېږي. د هغه تر څنګ، انس حقاني هم په دې خبرو کې مهم رول درلود او د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني د «سترګو او غوږونو» په توګه په ترکیه کې د ناستې برخوال و. حقاني شبکه (د ملا هبتالله پر محور) د کندهار د حلقې په پرتله د پاکستان له پوځ او استخباراتي ادارې (آیاېس آی) سره نږدې اړیکې لري او دې نږدېوالي د اسلام اباد پر وړاندې د طالبانو دریځ لا نور پېچلی کړی دی.
تبلیغات او رسنیزه جګړه
د پاکستان او د طالبانو د حکومت تر منځ رسنیزه جګړه اوس د دواړو هېوادونو د کړکېچ یو اساسي اړخ دی. اسلاماباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) قومندانانو او جنګیالیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، په داسې حال کې چې طالبان بیا پاکستان د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د فعالیتونو د زیاتوالي مسوول ګڼي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ځلي ادعا کړې چې د داعش اصلي پټنځایونه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دي او له هماغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیمېږي. د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۸مه) اعلان وکړ چې تحریک طالبان پاکستان د خپل یوه لوړپوړي قومندان د وژل کېدو پخلی کړی دی.

کوم مهال چې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان خبرې روانې وې، د طالبانو د استخباراتي ادارې اړوند رسنۍ «المرصاد» د یوه پاکستانی وګړي د اعتراف یوه ویډیو خپره کړه. په دې ویډیو کې دې کس منلې چې په کوټه ښار کې د داعش په یوه روزنیز مرکز کې د پاکستاني اتباعو تر څنګ د تاجکستان، ازبکستان، روسیې، ترکیې او نورو هېوادونو وګړي هم پوځي زده کړې کوي. هغه ادعا کوي چې داعش ورته د افغانستان جعلي تذکره برابره کړې وه، تر څو د بریدونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته واستول شي، خو د ماموریت تر ترسره کېدو مخکې د طالبانو ځواکونو ونیوه.
د تورونو، عملیاتو او رسنیزو ځوابونو دا تسلسل ښيي چې نه يوازې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ حل شوی نه دی، بلکې هره ورځ نوي اړخونه مومي. د دې کړکېچ په منځ کې د څلورویشتو کلونو تاریخي او بنسټیزه پوښتنه بیا را پیدا کېږي.
هغه دا چې له دې ټولو فشارونو سره-سره، د طالبانو بنسټګر ملا عمر د ۲۰۰۱ کال پر مهال د امریکا د نظامي ځواک پر وړاندې ودرېد او خپل ایډیولوژیک دوست اسامه یې امریکا ته ونه سپاره؛ هغه پرېکړه چې له امله یې د ده حکومت سقوط شو او ورسره دی هم په جهادي روایتونو کې «تر مرګه په وفادارۍ» وستایل شو او دا ځل ملا هبت الله د واشنګټن پر ځای د اسلام اباد پر وړاندې له ورته پرېکړې سره مخ دی.
طالبان پوهېږي چې که له اسلام اباد سره د اړیکې لپاره تحریک طالبان پاکستان قرباني کړي، د سیمې د جهادي حلقو تر منځ به یې ایډیولوژیک اساس کمزوری شي. مګر که د پاکستان د غوښتنې پر وړاندې ودرېږي، نو له نظامي ټکر سره مخامخېږي. همدې دوه ګوني انتخاب د طالبانو رهبري له سخت حالت سره مخ کړې او په دې وخت کې هره پرېکړه برخلیک ټاکونکې ده: د ملا عمر د مسیر تکرار او پر ایډلوژیکو اصولو وفا چې د طالبانو د نظام له منځه تګ ورسره ممکن دی، یا هم د سیاسي بقا لپاره له دې سخت ایډیولوژیک تعهد څخه تېرېدل. اوسمهال دواړه لوري منځنۍ لاره پلټي چې موندل یې اسانه نه دي.
