د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وایي چې په ترکیه کې د دې هیواد د پلاوي او طالبانو تر منځ د مذاکراتو بیا پیل مثبت بدلون دی.
ده نن (پنجشنبه، ۸ د لړم) پر ایکس لیکلي چې د دې مذاکراتو بیا پیلېدل د اختلافاتو د حل لپاره د پاکستان انعطاف ښیي.
ښاغلي دراني لیکلي: «د طالبانو رژیم ته باید په بشپړه توګه روښانه شوې وي چې هغوی باید د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او پاکستان تر منځ یو انتخاب وکړي.»
ده ویلي: «دوی نشي کولای چې له سوی سره منډه کړي او په سپي ښکار وکړي.»
پاکستاني رسنیو نن سهار راپور ورکړ چې د دې هیواد پلاوي د ترکیې په غوښتنه په استانبول کې له طالب پلاوي سه بیرته خبرې پیل کړې دي.
روان مذاکرات د همدې اونۍ په سر کې په استانبول کې پیل شول او تر درو ورځو خبرو وروسته له بن بست سره مخ شول.
ویل کېږي چې د دواړو لورو تر منځ اصلي اختلاف په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور په اړه دی.
پاکستان له طالبانو غوښتي چې باید دا تضمین ورکړي چې ټي ټي پي به د دې هیواد پر خلاف هیڅ برید نه کوي، مګر طالبان وایي چې د ټي ټي پي مسله د پاکستان داخلي ستونزه ده او واک ته د دې ډلې تر راتګ وړاندې موجوده وه.
