د نورستان ـ کونړ د لویې لارې د جوړولو چارې تېر کال د طالبانو له لوري پیل شوې او هغه مهال یې ژمنه وکړه چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په میاشت کې به د دغې لارې د قیر اچولو چارې هم پیل شي، خو د نورستان ځايي اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د ژمني مطابق د څلورو میاشتو په تېرېدو نه یوازې د قیر اچونې چارې نه دي پيل شوي؛ بلکې د هوارۍ چارې یې هم نیمګړې پاتې دي.
د نورستان اوسېدونکي او موټر چلوونکو وایي، چې د سړک خرابوالي له ستونزو سره مخ کړي او له امله یې ناروغان پر لار یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم پر وخت روغتون ته نه شي رسېدلی.
د نورستان ـ کونړ لویه لار چې د جمهوري نظام له وخته یې د جوړېدو چارې پیل شوې وې او له هغه وروسته یو ځل بیا د طالبانو په حکومت کې څه باندې یو کال وړاندې هم په رسمي ډول یې پرانیسته وشوه.
طالبانو تېر کال وویل، چې دا سړک به د ۶۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او د روان ۱۴۰۴ کال په پیل کې یې ولایتي ادارې خبر ورکړ چې د یاد سړک د جوړېدا چارې په چټکۍ روانې دي او د چنګاښ میاشتې په پیل کې به د ۲۲ کېلو متره سړک د قیر اچونې چارې هم پیل شي.
خو، ځايي خلک شکایت کوي، چې طالبانو په دې برخه کې خپله ژمنه نه ده پوره کړې او نه یوازې دا چې پر دې ۲۲ کېلو متره سړک یې قیر نه دی اچولی؛ بلکې د هوارۍ او سړک پراخونې چارې هم نه دي بشپړې شوي.
د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی هارون نوري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د سړک د جوړونې کارونه په نشت حساب دي، ولایتي مسوولانو ویلي وو، چې په سرطان میاشت کې به د سړک قیر اچول شروع کېږي کوم چې ۲۲ کېلو متره دی، خو تر اوسه د دې لارې هواري او کټر کاري هم نه ده خلاصه، حتا د ۲۲ کېلو متره سړک نیمايي هم کټرکاري او هواري نه ده شوې، دوی ژمنه کړې وه؛ خو د ژمنې یې دا دی څلور میاشتې زیاتې تېرې شوې دي.»

د نورستان ـ کونړ لویه لار چې له لسیزو راهیسې یې ځايي خلک او موټر چلوونکي د خرابوالي له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د نورستان اوسېدونکي وايي، طالبان هم د تېرو حکومتونو په څېر له دوی سره د سړک جوړونې او نورو برخو کې یوازې پر ژمنو تمرکز کوي.
دوی وايي، واکمنې ډلې د نورستانیانو د تېر ایستنې پالېسي غوره کړې او هر مهال یې د عملي کارونو پرځای یوازې د ژمنو په تازه کولو تېر باسي چې د دوی ژوند یې لا له ستونزو سره مخ کړی دی.
د نورستان د کانتیوا ولسوالۍ اوسېدونکي یوسف جان عادل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له تېرو حکومتونو راهیسې مونږ نورستانیان د کونړ ـ نورستان لویې لارې د جوړونې په برخه کې تېر ایستل کېږو، اوس چې له څه باندې څلورو کالو راهیسې واکمن شوي هم وخت ناوخت وعدې راکوي؛ خو د عمل څرک یې نه لیدل کېږي، باید د طالبانو نظام خپله پالېسي بدله کړي، د ولس د تېر ایستنې پرځای باید خپلو ژمنو ته عملي جامه ور واغوندي.»

په ورته مهال د نورستان ځايي اوسېدونکي شکایت کوي، چې د کونړ ـ نورستان لویې لارې د خرابوالي له امله نه شي کولی خپل ناروغان روغتونونو ته ورسوي.
دوی وايي، ځېنې مهال خو یې ناروغان ان روغتون ته پر لار خپل ژوند له لاسه ورکوي او په خبره یې سره له دومره جدي ننګونو طالبان د دغې لارې د جوړېدا لپاره هڅې نه چټکې کوي.
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی لعل محمد اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «سړک تر دې حده خراب دی، چې د شل دقیقو لاره په دوه ساعتو کې طی کوو، د لارې د خرابوالي له امله عاجل ناروغ پر وخت روغتون ته نه شو رسولی، یا رانه لار کې مړ کېږي او یا هم له بدو بدتر کېږي، سره له دومره مشکلاتو چې هر حکومت را باندې خبر دی، هېڅ عملي اقدام نه کوي، زمونږ ستونزې همداسې پرځای پاتې دي او هېڅوک مو غم نه خوري، د سړک د جوړونې اوسني کارونه هم یو ډول د خلکو تېر ایستنه ده، هغه وخت به زمونږ باور راشي او مشکلات به مو حل شي، چې قیر اچونه شروع شي، خو که دا حال وي یقین مې نه راځي چې دا سړک جوړ شي.»

بل لور ته د کونړ ـ نورستان پر لویه لار موټر چلونکي هم شکایت کوي، چې د لارې د خرابوالي له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.
دوی وايي، د لارې د خرابوالي له امله ګټل شوې پیسې بېرته پر خپلو موټرو لګوي او خپلو کورنیو ته مناسبه ګټه نه شي وړلی، چې دې چارې یې اقتصادي ستونزې د حل پرځای لا زیاتې کړې دي.
د کونړ ـ نورستان لویې لارې موټر چلونکی ګل الرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د کونړ ـ نورستان سړک دومره خراب دی، چې هره ورځ مو موټر خراب وي، هره پېره چې وکړو، نو مجبور یو چې موټر مستري ته ودروو، مونږ په دې لاره ګټل شوې پیسې بېرته پر موټرو مصرفوو، زمونږ تمه دا وي، چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ به وکړو، خو برعکس ټولې پیسې رانه پر موټر مصرفېږي او څه ډول چې پکار ده د خپلې کورنۍ لاسنیوی نه شو کولی، ډېری مهال د سړک د خرابوالي له امله ترافیکي حادثې را منځته کېږي، موټرې مو په سیند کې غورځېږي، ډېر خلک یې مړه او زخمیان کړل.»

اخوا د نورستان لپاره د طالبانو ځايي مسوولان هم مني چې له ژمنې سره سم د کونړ ـ نورستان لویې لارې قیر اچونه نه ده شوې.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو ویاند فریدون صمیم وايي، پر دې لار د غرونو او سیلابونو خنډونه زیات دي، نو ځکه خو یې چارې ځنډنۍ دي.
فریدون صمیم زیاتوي: «د کونړ نورستان لویې لارې د لومړي فاز چارې چې ۲۲ کېلو متره کېږي، د هوارۍ او کټر کارۍ کارونه روان دي، خو پر دې لاره خنډونه زیات دي، نو ځکه وخت ډېر نیسي، ټاکل شوې وه چې د روان کال په سرطان میاشت کې د دې لارې د لومړي فاز قیر اچونه پیل شي، خو د دغو خنډونو له امله ونه توانېدو، موږ هڅه کوو چې د دغه سړک چارې لا چټکې کړو او ژر قیر اچونه پیل شي.»

د کونړ ـ نورستان لویه لار شاوخوا ۱۱۲ کېلو مټره اوږدوالی لري، چې د دغه سړک د موټر چلونکو د معلوماتو له مخې اوس مهال پر دې لار له شپږو تر اتو ساعتو مزل وروسته د کونړ له مرکز اسعداباد د نورستان مرکز پارون ته رسېږي.
موټر چلونکي وايي، که دا لار په پاخه او بنسټیز ډول جوه شي په شاوخوا دوو ساعتونو کې له اسعداباد تر پارون رسېدلی شي.
نیوکې دا دي، چې طالبانو هم د تېرو حکومتونو پر پل، پل ایښی او د دغې لارې د جوړېدا پرځای یوازې د ژمنو په تازه کولو خلک تېر باسي.
