اطلاعات روز: د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، چې د طالبانو لهخوا د خبریالانو اجباري اعترافونه او د هغوی سپکاوی «په افغانستان کې د خبریالانو د بېرحمانه ځپلو د نوې مرحلې څرګندونه کوي».
دغه سازمان پرون (سې شنبه، ۱۳ د لړم) په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو په زندان کې بندي خبریال مهدي انصاري څخه د جبري «اعتراف» اخیستل د طالبانو د استخباراتو یوه تګلاره ده چې غواړي ویره خپره کړي.
د بې پولې خبریالانو زیاته کړې، چې د طالبانو استخبارات هڅه کوي خبریالان مجرم وښیي، ترڅو د دوی نیول توجیه کړي او د هر ډول خپلواک راپور ورکولو مخه ونیسي.
د دغه سازمان په بیان کې راغلي: «دغه علني سپکاوی د افغانستان د خبریالانو د بېرحمانه ځپلو نوې مرحله څرګندوي. د بې پولې خبریالانو سازمان (آراساف) دا ویروونکی تاکتیک غندي او د مهدی انصاري او هغو اوو نورو خبریالانو د سمدستي ازادۍ غوښتنه کوي چې دا مهال په دې هېواد کې په خپلسري ډول نیول شوي دي.»
طالبانو په اکټوبر کې د مهدي انصاري د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړه. هغه د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو نیم کال بند محکوم شوی دی.
د انصاري تر څنګ، شپږ نور خبریالان هم په زندان کې دي، چې حمید فرهادي هم پکې شامل دی. فرهادي د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې په کابل کې ونیول شو او د اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
طالبانو د خبریالانو او رسنیو په کار سخت محدودیتونه لګولي دي.
افغانستان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو څخه ۱۷۵م ځای لري.
