ننګرهار کې د ناچاوده مرمۍ چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او یوه ښځه او یو ماشوم ټپيان شوي دي.

د سیمي یو اوسېدونکی عبدالباسط وایي، چې پېښه نن (چهارشنبه، ۱۴ د لړم) سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند «ټاټنګ» سیمه کې په یوه کور کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا یو ماشوم د زړو اوسپنو د ټولولو په موخه کور ته یوه ناچاودنه مرمۍ راوړې وه، چې د بې احتیاطۍ له امله یې چاودنه کړې، چې پر مهال یې خپله دغه ماشوم وژل شوی او د هغه مور او یو بل ورور ټپیان شوي.

سرچینه زیاتوي، دغه ماشوم هلته له تېرو جګړو پاتې مهمات له اوسپنو سره را ټول او بیا یې په تیږه وهلي چې له کبله یې چاودنه شوې ده.

له دې څه موده وړاندې په شینوارو ولسوالۍ کې هم یو ماشوم د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

بلخوا د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ناچاودېدونکي توکي لري.

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې د طالبانو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو ویلي و، چې هره میاشت په اوسط ډول هېواد کې ۱۲۰ کسان له جګړو د پاتې ناچاوده توکو او ماینونو له کبله مړه او ټپیان کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه