اطلاعات روز: د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې سیمهییز مشر ریجیس سویز وايي، چې په افغانستان کې د زلزلې له امله رامنځ ته شوې ویجاړۍ، د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بشري بحران په منځ کې ستونزې نورې هم ژوروي.
نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۴ د لړم) په یوه پیغام کې ویلي، چې افغانستان له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې له دوو ویجاړونکو زلزلو سره مخ شوی دی.
سویز زیاته کړې: «دغه ځل کورنۍ په شپه کې د خپلو کورونو د ویجاړېدو او د هغه هر څه له لاسه ورکولو وروسته چې پېژندل یې، له خوبه پاڅېدلې. دغه ویجاړتیا، د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او روان بشري بحران په منځ کې ستونزې نورې هم ژوروي.»
هغه ویلي، چې د سره صلیب ټیم د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یوځای، په بلخ، کندز او سمنګان کې له اغیزمنو ټولنو سره مرسته کوي او روغتونونو ته طبي تجهیزات برابروي.
د سره صلیب سیمه ییز مشر د هغو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې، چې د کورنۍ غړي، ملګري، کورونه او شیان یې له لاسه ورکړي دي.
د روانې اونۍ یکشنبې شپه (۱۱ د لړم) شاوخوا ۱۲:۵۹ بجې د هیواد شمالي ولایتونه د ۶.۳ درجې زلزلې ولړزول. د زلزلې مرکز د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ و.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي، چې ۱۸ نارینه او اته ښځې پکې شاملې دي او یو زرو او ۱۴۴ تنه ټپیان شوي دي.
دا زلزله د هیواد په ختیځ کې د یوې زورورې زلزلې څخه شاوخوا دوه میاشتې وروسته کېږي، چې نږدې ۲۰۰۰ کسان پکې مړه او له ۳۰۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل.
