اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په تخته پُل ولسوالۍ کې د تازه راستانه شویو کډوالو په یوه کمپ کې دوه ماشومانو چې یخ وهلي وو، مړه شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې دغه ماشومان تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د لړم) د تخته پل ولسوالۍ اړوند د کډوالو په «انځرګي» کمپ کې مړه شوي دي.
د دغه رياست د مسوولينو په وینا، چې مړه شوي ماشومان یو هلک او یوه نجلۍ دي او دواړو شاوخوا شپږ میاشتې عمر درلود.
د سرچینې په وینا، یاد کوچنیان تر ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا ته د کډوالو په کمپ کې د ځای نشتون له امله یخ وهلي وو او دلته یې ساه ورکړې ده.
دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د روانې اوونۍ په پیل کې هم په یاد کمپ کې د فلج ناروغۍ او لوږې له امله یوه ښځه او درې ماشومان مړه شوي وو.
