د افغانستان له صحي برخې سره د اسیا پرمختیایي بانک مرسته؛ یونیسیف: د ۲۳ میلیون وګړو لپاره به روغتیایي خدمات خوندي شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي د اسیا پرمختیایي بانک  د ۲۷۰ میلیونه ډالرو مالي ملاتړ په مرسته، د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د شاوخوا ۲۳ میلیونه کسانو لپاره اساسي روغتیایي خدمتونه پراخ او ساتي.

یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي، دا بودیجه به تر یو زر او درې سوه د زیاتو روغتیایي مرکزونو ملاتړ وکړي.

دا اداره وايي، د اسیا د پرمختیایي بانک په ملاتړ به بنسټیز روغتیایي خدمات وړاندې شي او په دې کې د میندو، نویو زېږېدلو او ماشومانو لپاره تغذیه، واکسین، ذهني روغتیا او رواني–ټولنیز ملاتړ، د ساري او ناساري ناروغیو درملنه، او عاجلې پاملرنې شاملې دي.

یونیسف ویلي، سره له دې چې پرمختګونه شوي، لا هم له هرو څلورو افغانانو یو کس له روغتیایي مرکز څخه شاوخوا د یو ساعت پیاده تګ په اندازه لیرې دی.

ویل شوي، د دې لاسرسي په وړاندې خنډونه واټن، مالي ستونزې، د ډاکترانو کمښت او د ترانسپورت مشکلات دي.

د یونیسف په وینا، ښځې د تعلیمي، کاري، روغتیایي او د تګ-راتګ محدودیتونو له امله له لا زیاتو خنډونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسیف استازي ډاکتر تاج‌الدین اویوال ویلي: «د اسیا د پرمختیایي بانک د دوامدار ملاتړ په برکت، یونیسف د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي کارکوونکو، په ځانګړي ډول د ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي. دا مرسته نه‌ یوازې دا تضمینوي چې ماشومان او کورنۍ به ژغورونکو مرستو ته لاسرسی ولري، بلکې د یو مقاوم، عادلانه او دوامدار روغتیایي سیستم بنسټیز کولو کې هم مرسته کوي.»

یونیسف یادونه کړې چې د اسیا د پرمختیایي بانک ملاتړ به د ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر پورې دوام ولري او د دې ملاتړ له لارې به له کورنیو سره د روغتیا اړوند لګښتونو د پوره کولو په موخه نغدي مرسته هم وشي.

د افغانستان روغتیایي نظام د مرستو د کمېدو له امله له بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، سلګونه روغتیایي مرکزونه د مرستو د بندېدو له امله تړل شوي او پاتې مرکزونه هم د امکاناتو او کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.

د ښځینه ډاکترانو کمښت یوه جدي ستونزه ده، په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر زده ‌کړو بندیز لګولی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه