د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر وايي، له دې سره چې په افغانستان کې د تریاکو تولید کم شوی، خو د مصنوعي نشه يي توکو تولید او قاچاق مخ په زیاتېدو دی.
د دې دفتر د راپور له مخې چې نن (پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) خپور شوی، د ۲۰۲۵ کال پر مهال د تېر کال په پرتله د کوکنارو کرنه ۲۰ سلنه راکمه شوې ده.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال د کوکنارو د کرل شویو ځمکو ټولیزه کچه د ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره تر منځ اټکل شوې چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي.
په تېر میلادي کال کې پر ۱۲ زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال د کوکنارو پر کر تر بندیز وړاندې د افغانستان په کچه پر ۲۳۲ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو کرکیله کېده.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې په افغانستان کې ۲۹۶ ټنه تریاک راټول شوي چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۳۲ سلنه کموالی ښيي.
د راپور له مخې، د تریاکو د پلور له لارې د بزګرانو عاید هم ۴۶ سلنه راکم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، بزګرانو په ۲۰۲۴ کال کې د تریاکو له پلور څخه ۲۶۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړي و، خو دا عاید په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۴ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی.
ملګرو ملتونو یادونه کړې چې پر نشيي توکو د منعې تر فرمان وروسته، ګڼ شمېر بزګران د حبوباتو او نورو کرنیزو محصولاتو کر ته مخه کړې ده. له بلې خوا، د اقلیمي بحران او وچکالۍ له زیاتېدو سره، له ۴۰ سلنه زیاته کرنیزه ځمکه شاړه پاتې ده.
راپور زیاتوي چې د شاوخوا څلورو میلیونو کډوالو په راستنېدو او د بشري مرستو په کمېدو سره امکان شته چې د کوکنارو کر بیا زیات شي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو د دفتر سیمه ییز استازي اولیور ستولپ ویلي: «د دې لپاره چې افغانستان د ناقانونه کرنیزو محصولاتو پر کښت لاسبری شي، د نړیوالو همکاریو په شمول اوږدمهالو همغږو پانګونو ته اړتیا لري.»
نوموړي ټینګار کړی چې باید بزګران د بدیلو عایداتي فعالیتونو له لارې پیاوړي شي، ناقانونه کرنیز محصولات له منځه یوړل شي او د نشه يي توکو له قاچاق سره جدي مبارزه وشي.
د تریاکو د بیې کمښت
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د وچو تاریاکو بیه ۲۷ سلنه راټیټه شوې او د هر کیلوګرام بیه یې ۵۷۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې د وچو تاریاکو بیه ۷۸۰ ډالره وه.
دې سازمان ویلي چې د تاریاکو د بیې او تولید کمښت د بازار د لوري بدلون ښیي او دا چې ښايي په نورو هېوادونو کې هم د تریاکو تولید روان وي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د کوکنارو د کښت شمیرې، بیې او د تاریاکو د ضبط احصایې په افغانستان او شاوخوا هیوادونو کې د نشه يي توکو په بازار او قاچاق کې بنسټیز بدلونونه په ګوته کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما سرپرستې جورجت ګانیون ویلي: «په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه د دې هېواد تر پولو محدوده نه ده. د نشه يي توکو په عرضې، تقاضا او قاچاق بدلونونه کې هم افغان او هم نړیوال لوبغاړي ښکېل دي.»
د مصنوعي نشه يي توکو د تولید او قاچاق زیاتوالی
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې له هغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د منع فرمان اعلان شوی، د مصنوعي نشه يي موادو — په ځانګړي ډول مېتامفیتامین — تولید او قاچاق په زیاتېدو دی.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د درېیمې ربعې په پرتله، په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د صنعتي نشه يي موادو د ضبط شوېو قضیو شمېر د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۵۰ سلنې ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر زیاته کړې چې د تاریاکو د کرنیزو محصولاتو د کمېدو له امله، مصنوعي نشه يي مواد د نسبتاً اسانه تولید، د کشف د ستونزمنتیا او له اقلیمي بدلونو د نه اغېزمنېدو له کبله، د جرمي ډلو لپاره په یوه نوې سوداګرۍ بدل شوي دي.
دې دفتر ټینګار کړی چې د نشه يي توکو پر ضد ستراتیژي باید یوازې د تاریاکو تر پولې محدوده نه وي، بلکې ترکیبي (مصنوعي) نشه يي مواد هم باید د څارنې، ضبط او تحلیل په پروسو کې شامل شي.
