د کندهار-هرات پر لويه لاره په ترافيکي پيښه کې پنځه کسان وژل شوي

په کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د هرات-کندهار پر لویه لار د کندهار د میوند او ژړۍ ولسوالیو تر منځ په «حوض مدد» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي.

دا پېښه نن (جمعه، ۱۷ د لړم) سهار مهال د یوه ټیلر او فیلډر موټر تر منځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې او په فیلډر کې ناست پنځه واړه کسان وژل شوي.

سرچينې د دې پيښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي ياده کړې.

د یادونې وړ ده چې په هیواد کې وخت ناوخته مرګونې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې لامل یې تر ډېره حده د موټروانانو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د لارو خرابوالی او تنګوالی ښوول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه