اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې له پاکستاني لوري سره د خبرو پر مهال کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. پاکستاني چارواکو هم اعلان کړی، چې دې خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.
د طالبانو ویاند نن (شنبه، ۱۷ د لړم) سهار په یوه بیان کې ویلي، چې «د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو».
هغه د خبرو د کوربه توب او منځګړیتوب لپاره له ترکیې او قطر څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو استازو «د مشرتابه په ځانګړي هدایت، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره په استانبول کې دوه ورځې پر لهپسې د نومبر ۶مه او ۷مه په دې هیله ګډون وکړ؛ چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسوولیتپذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي».
د طالبانو ویاند زیاته کړې: «متاسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پر مهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته چمتووالی ښوده.»
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې طالبان یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې هیچاته به اجازه نه ورکوي، ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي او نه به بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.
هغه ویلي، چې «د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او د افغانستان اسلامي امارت ورته نېک نیت او د امن هیله لري او د خپل مسؤولیت او وړتیاوو په حدودو کې به همکاري ورسره کوي».
د طالبانو ویاند څرګنده کړې، چې دوی «د افغانستان د ولس او خاوري دفاع» خپله شرعي او ملي وجیبه ګڼي او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي.
پاکستاني رسنیو دا هم راپور ورکړ چې په استانبول کې د طالبانو سره د هیواد خبرې د جمعې په ورځ پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسیدې او د آی ایس آی د مشر په مشرۍ پاکستاني پلاوی خپل هیواد ته راستون شو.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم تایید کړه چې د خبرو اترو وروستۍ پړاو په ټپه ولاړ دی او په نږدې راتلونکي کې د نورو خبرو اترو لپاره هیڅ پلان نشته.
په همدې حال کې پاکستانۍ رسنیو هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د جمعې په ورځ په استانبول کې بې له هر ډول پرمختګه پای ته رسېدلې او د آیاېسای مشر په مشرۍ د پاکستان پلاوی خپل هېواد ته ستون شوی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم تایید کړې، چې د خبرو وروستی پړاو په ټپه دریدلی او په نږدې راتلونکې کې د لا نورو خبرو پلان نشته دی.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاءالله طرار په یوه اعلامیه کې د ترکیې او قطر د منځګړتوب له رول څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې «پاکستان پر خپل دریځ ولاړ دی، دا چې د افغانستان له خاورې راټوکېدونکی تروریزم د کنټرول مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی».
نوموړي ویلي: «پاکستان د افغانستان د خلکو په وړاندې هیڅ ډول کینه نه لري، مګر هیڅکله به د افغان طالبانو د رژیم د هغو کړنو ملاتړ ونه کړي چې د افغانانو او ګاونډیو هیوادونو ګټو ته زیان رسوي.»
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر زیاته کړې، چې «پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره له ټولو لازم انتخابونو څخه کار اخلي».
پاکستان وايي، چې په افغانستان کې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته پناه ورکوي او دا ډله د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کاروي.
پاکستاني چارواکو په مکرر ډول له طالبانو څخه غوښتي چې د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام وکړي.
د پاکستان پوځ څو ځله د دې لپاره چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر ضد عملیات وکړي، په افغانستان کې یې هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د دغه هېواد وروستي بریدونه د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نښتو لامل شول. دواړو لورو له څو ورځو جګړو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړتوب اوربند وکړ او خبرې یې پيل کړې. خو تر اوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرو اترو هېڅ پایله نه ده ورکړې.
