په کندهار کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي

سرچینې وايي چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په «مازل ګلۍ» او «لقمان» کلي کې د طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ لنډه نښته شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

یادې سرچینې ویلي چي دا نښته نن (پنجشنبه، ۱۵ د لړم) د ماځیګر له څه کم پنځو بجو راهیسي پیل شوې وه او تر یو څه وخته یې دوام وکړ او دواړو لورو پکې سپکې او درنې وسلې وکارولې.

له سیمې راپورونه وایي چې د دې نښتې له امله یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او همدا راز تر جګړې وروسته چې کله خلګو غوښتل له سیمې ووزي، د ترافیکي حادثې له امله لس تنه نور ژوبل شوي.

له سیمې اطلاعات روز ته په یوه استول شوی ویډیو کې ښکاري چې خلګ د سپین بولدک د موټرو له شورمانو په وتلو دي.

دا نښته داسي مهال پیل شوې چي نن د طالبانو او پاکستان پلاوي په ترکیه کې د اوربند د دوام او نورو امنیتي مسایلو په تړاو د درېیم پړاو لپاره مذاکرات کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه