هلمند کې يو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: هلمند کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې يو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان زندۍ او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان مهدي سرابي نومیده او د تېرې پنجشنې ورځ (۱۵ د لړم) یې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې مهمدي له ښوونځي فارغ شوی و او له څو مياشتو راهیسې د کار په لټه و، خو د مناسب کار نه موندلو له امله یې ژوند ته د پای ټکی ایښی دی.

د نوموړي د کورنۍ يو غړي هم پر خپله فيس بوک پاڼه د هغه د ځان وژنې پخلی کړی، خو نور جزيات یې نه دي ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند او د هیواد په نورو ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله ځوانانو ځان وژنې کړې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه