اطلاعات روز: فراه کې ځايي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې د یو ځوان جسد موندل شوی دی.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ځوان په مرموز ډول وژل شوی او جسد یې تېره شپه (جمعه، ۱۶ د لړم) د لاش جوین ولسوالۍ اړوند د «درک» په کلي کې موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، چې تر اوسه د وژل شوي ځوان هویت او د وژنې څرنګوالی نه دي معلوم، خو زیاتوي چې جسد یې د لاش جوین ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی دی.
فراه کې طالب چارواکو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي، او نه هم د پېښې د انګېزې او عاملینو په اړه معلومات تر لاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پټې وژنې زیاتې شوي او د عاملینو په تړاو یې تر اوسه طالب چارواکو څرګند اقدامات نه دي کړي.
