اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د پاکستاني پوځ د «ناسمو تګلارو» پایله ده او له افغان طالبانو سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه نن (شنبه، ۱۷ د لړم) په یوه انلاین مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې ټي ټي پي پخپله د پاکستان ستونزه ده او دا هیواد باید خپله د هغې حل لار پیدا کړي.
مجاهد ادعا وکړه، چې د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړی کړۍ نه غواړي په افغانستان کې «مرکزي پیاوړی حکومت، سوله او ثبات» رامنځته شي، او له ټيټيپي څخه د یوې پلمې په توګه استفاده کوي.
هغه وويل: «دغه کړۍ په اسلامي امارت (افغان طالبان) باندې ناسم تورونه لګوي او نړۍ ته داسې ښیي، چې ګویا د پاکستان ناامني او د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره جوخت پیل شوی، په داسې حال کې چې دغه ناامني او د ټي ټي پي شتون له ۲۰۰۲ کال راهیسې پیل شوې او علت یې هم د پاکستاني پوځیانو هغه ناسم سیاستونه وو، چې هغه مهال یې له امریکا سره په اتحاد کې ګډ کړ او بیا یې امریکایانو ته اجازه ورکړه چې په وزیرستانونو او قبایلو کې ډرون بریدونه ترسره کړي او خپله یې هم د وزیرستان له بیچاره خلکو سره دښمني راواخیسته.»
د طالبانو ویاند زیاته کړه، چې له واک ته د بېرته رسېدو وروسته، دغه ډلې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړ او د دواړو لورو د خبرو زمینه یې برابره کړه. هغه وویل چې د دې خبرو په نتیجه کې موقتي اوربند ټینګ شوی و او نږدې وه چې ستونزه حل شي، خو د پاکستان د پوځ ځانګړې کړۍ دا خبرې سبوتاژ کړې.
پاکستان وايي، چې د طالبانو له بیرته واک ته رسیدو وروسته، د پاکستاني حکومت پر وړاندې د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي دي. دا هیواد طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي. دا مسئله په تیرو څلورو کلونو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکیچ مرکز دی.
په دې وروستیو کې، دواړو خواوو د څو ورځو نښتو وروسته اوربند او خبرې اترې پیل کړې، خو خبرې اترې لا تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو وروستی پړاو بې پایلې پای ته رسیدلی، چې دواړه لوري د خبرو ناکامي پر یو بل اچوي.
د طالبانو ویاند وویل: «د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو».
خو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاءالله طرار ویلي: «پاکستان پر خپل دریځ ولاړ دی، دا چې د افغانستان له خاورې راټوکېدونکی تروریزم د کنټرول مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی.»
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر زیاته کړې، چې «پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره له ټولو لازم انتخابونو څخه کار اخلي».
د طالبانو ویاند بیا نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې دا ډله له پاکستان سره تاوتریخوالی او جګړه نه غواړي، او جګړه پرې تحمیل شي، نو د دفاع حق لري.
