عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې د طالبانو سره د خبرو پر دوام ټینګار کړی

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په خبرو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو د حل او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د دوامداره خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تهران په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ۱۸ د لړم) د عراقچي او اسحاق ډار ترمنځ د ټیلیفوني خبرو حال ویلی، او زیاته کړې یې ده چې دواړو خواوو د وروستیو دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي: «عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، او ټینګار یې کړی چې د دواړو لورو ترمنځ د شخړو د حل او د کړکېچ د کمولو لپاره د سیمه‌ییزو اغېزمنو هېوادونو په همکاري د خبرو دوام اړین دی. ده همدارنګه د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي جمهوری ایران د هر ډول مرستې چمتووالی اعلان کړ.»

د دې بیانیې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اوسني وضعیت او د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ د خبرو پایلو په اړه خبرې کړې دي او په سیمه کې یې د سولې او ثبات د ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو وروستی پړاو بې پایلې پای ته رسیدلی، چې دواړه لوري د خبرو ناکامي پر یو بل اچوي.

د طالبانو ویاند پرون وویل، چې «د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو».

خو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاءالله طرار ویلي: «پاکستان پر خپل دریځ ولاړ دی، دا چې د افغانستان له خاورې راټوکېدونکی تروریزم د کنټرول مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی.»

پاکستان وايي، چې د طالبانو له بیرته واک ته رسیدو وروسته، د پاکستاني حکومت پر وړاندې د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي دي. دا هیواد طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي. دا مسئله په تیرو څلورو کلونو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکیچ مرکز دی.

د طالبانو ویاند بیا پرون په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې دا ډله له پاکستان سره تاوتریخوالی او جګړه نه غواړي، او جګړه پرې تحمیل شي، نو د دفاع حق لري.

په دې وروستیو کې، دواړو خواوو د څو ورځو نښتو وروسته اوربند او خبرې اترې پیل کړې، خو خبرې اترې بې پایلې پای ته رسیدلي او د بل پړاو مذاکراتو لپاره کوم تیاری نه دی ښودل شوی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه