لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ ووژل شول

اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز کې یوه ۶۰ کلنه ښځه او یوه دولس کلنه نجلۍ د شپې مهال وژل شوې دي.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې د دې قتل په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

طالب پولیس زیاتوي، چې تورن کسانو د تېرې جمعې شپه (۱۶ د لړم) د مرکز پُل علم اړوند «عمر اباد» سیمه کې یو کور ته ننوتي او یوه شپېته کلنه ښځه او یوه دولس کلنه نجلۍ یې لومړی بې‌هوښه کړي او وروسته یې په تبر وژلې دي.

په لوګر کې د طالبانو د امنیې قومندان په وینا، چې تورن کسانو له کوره نږدې ۲۰۰زره افغانۍ او څلور زره امریکایي ډالر غلا کړي دي.

دې قومندانۍ زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او اوس مهال د څیړنو په موخه په بند کې دي.

سره له دې چې طالبان په ټول هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې پټې وژنې، غلاوې او نور جنایي جرمونه دوام لري.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه