اطلاعات روز: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دواړو خواوو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړي او په دې برخه کې یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ۱۸ د لړم) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او عباس عراقچي ترمنځ د خبرو حال ویلی او زیاته کړې یې ده چې په دې خبرو کې عراقچي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی دی.
عباس عراقچي دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په خبرو کې هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو د حل او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د دوامداره خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تهران په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عراقچي د متقي سره په خپلو خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز کړی دی.
امیر خان متقي زیاته کړې، چې «د طالبانو پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره استانبول کې خبرو کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ اوتفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي».
خو، امیر خان متقي څرګنده کړې، چې په درېیم پړاو مذاکراتو کې، «پاکستانی لوری د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته چمتو نه و چې له امله یې ونتوانېدو چې ملموسې پایلې ته ورسېږو».
د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو وروستی پړاو بې پایلې پای ته رسیدلی، چې دواړه لوري د خبرو ناکامي پر یو بل اچوي.
د طالبانو ویاند پرون وویل، چې «د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو».
خو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاءالله طرار ویلي: «پاکستان پر خپل دریځ ولاړ دی، دا چې د افغانستان له خاورې راټوکېدونکی تروریزم د کنټرول مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی.»
