اطلاعات روز: ځايي سرچینې وایي، چې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند «تنګي» سیمه کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښې له امله څلور تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
محمد اجمل چې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوي او د یادې پېښې عیني شاهد دی اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، ١٨ د لړم) د لغمان قرغیو ولسوالۍ اړوند «تنګي» سيمه کې د درېیو موټرو کرولا، ایکوا او باروړنکي خاور ترمنځ را منځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې په دې پیښه کې څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره ياده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چي يو باروړنکی موټر د تخنیکي ستونزې له امله د چلوونکي له کنټرول وتلی او بیا له نورو موټرو سره جنګیدلی دی.
د سرچینې په وینا ډاکټرانو په پیښه کې د ټپي شویو دوو تنو روغتیایې وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.
د کابل-جلال اباد لویه لار ډېر کله د دغه راز خونړیو ترافیکي پیښو شاهده وي، عام وګړي او طالب مسوولان د دا ډول پیښو پړه پر موټر چلونکو اچوي او وایي، ترافیکي قوانین نه مراعات کوي، موټر تر حده زیات ځغلوي او بې احتیاطي کوي.
