ترانې؛ په تبلیغاتي جګړه کې د طالبانو وسله

خالد محمدي

ترانې د طالبانو او د پلویانو ترمنځ یې د تبلیغاتو یو پیاوړی ابزار دی. طالبان له ترانو څخه نه یوازې د خپلو جنګیالیو د روحیې د تقویې او د خپل ایډیولوژیک فکر د لېږد لپاره کار اخلي، بلکې دا د نورو هېوادونو (لکه پاکستان، ایران او د امریکا متحده ایالاتو) د ګواښلو لپاره هم کاروي. دا په داسې حال کې چې طالبان موسیقي حرامه بولي او بندیز یې پرې لګولی دی، خو د تېرو دریو لسیزو پر مهال ترانې د دې ډلې لپاره یوه اغېزمنه وسیله وه چې له دې لارې هم خپل فکر خپور کړي او هم د خپلو جنګیالیو روحیې پیاوړې وساتي.

د طالبانو ترانې د دې ډلې د «رواني او تبلیغاتي ماشین» برخه ده. طالبان چې دا ترانې په څو کسانو یو ځای وایي او په دې سره چې کوم اهنګ او تکرار را پیدا کېږي، له هغو د «هیجان او وفادارۍ» لپاره کار اخلي، تر څو یې د جنګیالیو تر منځ د پیوستون روحیه غښتلې شي. په اصل کې ترانې د طالبانو لپاره هماغه رول لري چې پوځي موسیقي یې د عصري پوځونو لپاره لري. دا ساده طریقه د دې سبب شوې چې طالبان د اوږدې جګړې او فشارونو پر مهال د خپلو ځواکونو روحي او رواني قوت وساتي.

په دې وروستیو کې د ترانه ویونکو یوه ډله د طالبانو پوځي اډه کې په پښتو یو ترانه وايي او دا خبرداری پکې ورکول کېږي چې د طالبانو د «اسلامي امارت» سپین بیرغ به د پاکستان پر لاهور ښار ورپېږي. په یوه برخه کې دا ویل کېږي: «که ما په لاهور مې درته سپینې جنډې جیګې نه کړې، زه به بچی د افغان نه یم.» دا سرود د طالبانو د لوړپوړو چارواکو او لسګونو پوځي سرتېرو په حضور کې ویل شوی او ګډونوالو په ډېره مینه غوږ ورته نیولی دی. په ځینو برخو کې د پاکستان پر ضد سپکې او توهین‌آمېزې خبرې هم شوي دي.

دا ترانه په داسې حال کې د طالبانو په یوه نظامي اډه کې ویل شوې او د دې ډلې د چارواکو او سرتېرو له تود هرکلي سره مخ شوې چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده یو څه وخت وړاندې د «مشاعرو د تنظیم» په نوم یو فرمان صادر کړ. دا فرمان چې یوه مقدمه، درې برخې، دوه فصلونه او دیارلس مادې لري، په ډاګه کوي چې شاعران یوازې هغه وخت کولای شي خپل شعرونه ووایي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا یې منځپانګه څېړل شوې وي او بیا ورته اجازه ورکول کېږي. له دې محدودیتونو سره-سره، د طالبانو په پوځي اډو کې فعالې کلتوري څانګې جوړې شوي او د پاکستان پر خلاف دا ترانه هم ښایي د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له فیلټر تېره شوې او هلته ویل شوې وي.

دا ترانه پر ټولنیزو رسنیو هم ډېره خپره شوې او د طالبانو او د پلویانو ترمنځ یې پر ایکس (پخواني ټویټر) کې ډېر ژر په پراخ ډول خپره شوه. د طالبانو یو شمېر کاروونکو د خپرولو پر مهال هغه برخې چې د پاکستان په وړاندې سپکې خبرې لري، لرې کړې او یوازې هغه برخې یې پرېیښې چې د احتمالي برید خبرداری پکې ورکړل شوی دی.

دا ترانه په داسې مهال کې خپرېږي چې د طالبانو او اسلام ‌اباد تر منځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې خورا ترینګلې شوې دي. د پاکستان د پوځ له لوري تر هوايي بریدونو وروسته چې د افغانستان په څو ولایتونو (د کابل په ګډون) کې ترسره شول، طالبانو هم د «غچ اخیستنې» په نوم له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه څو پوځي بریدونه وکړل. له بلې خوا، د پاکستان حکومت طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د کنټرول هڅه نه کوي؛ هغه ډله چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې په پاکستان کې خپل بریدونه ډېر کړي دي. د TTP مشرانو د طالبانو له مشر ملا هبت‌ الله اخوندزاده سره بیعت کړی دی. د دې ډلې ډېری قومندانان او جنګیالي په هغه وخت کې چې طالبانو له پخواني افغان حکومت سره جګړه کوله، د طالبانو تر بیرغ لاندې جنګېدل. د دې ډلې ډېری غړي د پاکستان د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو دي او د دې سیمو خلک زیاتره پښتانه دي او له افغان طالبانو سره ژور کلتوري او قومي تړاو لري.

طالبانو لسګونه مشاعرې د خپلو ځواکونو او پلویانو لپاره جوړې کړې دي/ ملي تلویزیون

د ځانمرګي برید ګواښ او ویاړ

د ترانې په وسیله د طالبانو ګواښ یوازې تر پاکستان پورې محدود نه دی. د روان کال د تلې میاشتې پر مهال د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپل ایکس (پخواني ټویټر) یوه ترانه خپره کړه چې پکې د طالبانو غړي امریکا ته د ځانمرګي بریدونو ګواښ کوي. فطرت دا سرود د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو خبرو په ځواب کې خپور کړی و، چې له طالبانو یې غوښتنه کړې وه چې د بګرام اډه واشنګټن ته وسپاري. په دې ویدیو کې د طالبانو څلور غړي د یوه لینډکروزر موټر دننه ترانه غږوي او محتوا یې داسې ده چې د امریکا پر خلاف چمتو دي چې یو ځل بیا د ځانمرګو بریدونو لپاره نوملیکنه وکړي.

د طالبانو په تفکر کې ځانمرګي بریدونه او ځانمرګي ځواکونه د ځواک او ویاړ نښه ګڼل کېږي. هغوی څو ځله له دې ځواکونو د خپلو مخالفینو د ګواښلو لپاره کار اخیستی دی. د امریکا او ناټو پر ضد د جګړې پر مهال ځانمرګي بریدونه د طالبانو له مهمو وسایلو څخه وو او اوس هم دا ډله باور لري چې د همدې تکتیک په بیا کارولو سره کولای شي د سیمې د هېوادونو پر وړاندې خپل زور وښیي.

شاوخوا دوه کاله مخکې هغه مهال چې د هلمند سیند د حقابې پر سر د طالبانو د حکومت او د ایران ترمنځ شخړه زیاته شوه او تهران تور پورې کاوه چې طالبان اوبه نه خوشې کوي، د خوش نصیب په نوم د طالبانو یو ترانه ویونکي یوه ترانه ویلې وه او ایران یې ګواښلی و. په یوه برخه کې یې ویل شوي و: « حکومت لرو، طاقت لرو، ایران به سموو. رهبر ملا یعقوبه دا تهران به سموو.» په دې ترانه کې د طالبانو ځانمرګي ځواکونو د «فدایانو» په نوم یاد شوي وو چې تیار دي د طالبانو د حکومت لپاره خپل ژوند قربان کړي.

دا ګواښونکې ترانه د طالبانو له لوري پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه، په داسې حال کې چې د ایران حکومت په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره نسبتا نږدې اړیکې جوړې کړې وې او ان د طالبانو د جګړې پر مهال یې د ځینو ډلو ملاتړ هم کړی و. د ایران، پاکستان او حتا د امریکا پر ضد دا ډول تبلیغاتي ترانې او لفظي ګواښونه دا ښيي چې طالبانو لا هم له جهادي او جګړییزو ادبیاتو د خپل هویت د یوې برخې په توګه لاس نه دی اخیستی. د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو په تېرو څلورو کلونو کې د ترانو له لارې د نظامي یا ځانمريګي برید ګواښ څو ځله تکرار شوی او داسې ښکاري چې د طالبانو د مشرانو د خوښې او ملاتړ له مخې به دا لړۍ په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

په جمهوري نظام کې د طالبانو تبلیغاتي ډله/ خواله رسنۍ

ترانې او د دریو لسیزو تبلیغات

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ یعنې د نولس سوه نویمې لسیزې پر مهال «شریعت غږ» په نوم راډیو د تبلیغاتي ترانو په خپرولو کې مهم رول لوباوه. طالبانو به د همدې راډیو له لارې جګړییزې او دیني ترانې خپرولې، څو د خلکو ترمنځ خپل نظریات خپاره کړي. کله چې د ۲۰۰۱ کال پر مهال د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د طالبانو رژیم نسکور کړ، نو دا بهیر د یوې مودې لپاره ودرېد، خو طالبان چې کله د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې (آی‌اېس‌ای) په ملاتړ بېرته جګړې ته راستانه شول، نو ترانې یو ځل بیا د دی د تبلیغاتو مهم ابزار وې.

په راتلونکو کلونو کې د طالبانو ترانې د «د اشغال پر ضد د مبارزې»، «جهاد» او «د اسلامي شریعت د نافذولو» په شعارونو سره د خلکو ترمنځ لاس په لاس کېدې. کله چې د خلکو لاسرسی مبایل ټلیفونونو ته زیات شو، دا ترانې د بلوتوت او واټساپ له لارې د طالبانو جنګیالیو او پلویانو ته رسېدلې او د هغوی د جګړې روحیه یې پیاوړې کوله. طالبانو په ډېرو لږو امکاناتو او لګښتونو ترانې جوړولې، خو اغېز یې د جمهوري حکومت د هغو رسمي تبلیغاتو په پرتله ډېر زیات و چې په لوړو بودیجو او عصري امکاناتو سره تولیدېدل.

کله چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، نو دې ډلې ته د دولتي رسنیو په ګډون د افغانستان ملي رادیو ټلویزیون هم په لاس ورغی او په دې سره طالبانو وکولای شول چې له پرمختللو امکاناتو په استفادې خپلې تبلیغاتي ترانې خپرې کړي. په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا څو مشاعرې وشوې چې پکې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي، جنګیالي او پلویان د خپلې شل کلنې جګړې، د خپلو مشرانو او د طالبانو ستاینه کوي. ډېری دا ترانې د طالبانو د رسنیو او ټولنیزو پاڼو له لارې خپرېږي.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو پروګرام پيل کړ تر څو د جګړې پر مهال جوړې شوې ترانې او نعتونه راټول او خوندي کړي. د تېر کال د وږي په میاشت کې، د دې وزارت چارواکو د «دولت د حساب ورکونې» په نوم غونډه کې اعلان وکړ چې شاوخوا لس زره ترانې او نعتونه د طالبانو له غړو او پلویانو څخه راټول شوي دي. یوه برخه ‌یې د ملي تلویزیون او راډیو په امکاناتو بېرته ثبت شوي. د دې ترانو اصلي منځپانګه د طالبانو د جګړې ستاینه، د دې ډلې د مهمو څېرو مطرح کول او د چاودنو او ځانمرګو بریدونو «سپینول» دي.

په وروستیو کلونو کې طالبان په ډیجیټل فضا کې هم له ترانو د خپلې رواني او تبلیغاتي جګړې د یوې برخې په توګه کار اخلي. د طالبانو ترانې له جګړییزو صحنو، سپینو بیرغونو او د دوی د جنګیالیو له انځورونو سره یو ځای پر ایکس، ټلګرام، ټک‌ ټاک او یوټیوب خپرېږي. دا ډېری ویډیوګانې په ساده امکاناتو جوړېږي، خو د احساساتي اړخ لرلو له امله پر لیدونکو ژور رواني اغېز کوي. دا منځپانګې نه یوازې د طالبانو د ځواکونو د روحيې د پیاوړتیا لپاره کارېږي، بلکې د هغوی د مخالفانو او «دښمنانو» پر وړاندې د رواني جګړې وسیله هم ګڼل کېږي. په مقابل کې، د طالبانو مخالف جریانونه له داسې همغږي او اغېزمن تبلیغاتي سیسټم څخه بې‌برخې دي او طالبان د روایتونو په جګړه کې خپله برتري ساتلې ده.

د طالبانو د کلتوري فعالیتونو په پراخېدو ترانې ویل یوازې تر نظامي کچې پورې ځانګړې نه دي، بلکې د افغانستان د ټولنیز ژوند یوه برخه ګرځېدلې. په ښوونځیو، دیني مدرسو او پوهنتونونو کې د طالبانو تبلیغاتي ترانې د موسیقۍ او ملي سندرو ځای نیولی دی. ماشومان او ځوانان هره ورځ د «جهاد»، «شهادت» او «دښمن» په څېر کلمو سره بلدېږي او د طالبانو د حکومت ایډیولوژي د نوي نسل په ذهن کې ځای نیسي. په دولتي مراسمو، مذهبي مناسبتونو او عامه غونډو کې هم ترانې ویل د رسمي تشریفاتو یوه برخه ګرځېدلې. طالبان له همدې لارې نه یوازې خپل تبلیغاتي ماشین پیاوړی کوي، بلکې له ترانو څخه د ټولنې د کلتوري انجنیرۍ او د ګډ هویت د بیا جوړولو لپاره هم کار اخلي.

له دې ټولو سره-سره ترانې د طالبانو په تبلیغاتي نظام کې یوازې یو مذهبي یا کلتوري شعر نه دی، بلکې د قدرت ساتنې یو ابزار، د ایډیولوژیک مشروعیت هڅه او د خپلو ځواکونو د روحیې ساتل دي، هغه چې د جګړې، جهاد او «دښمن جوړونې» په فضا کې را لوی شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه