طالبانو کونړ کې تر ۲۵ میلیون د زیاتو افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورلې

کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې یې د ۲۵،۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۷۳۶،۴۴ کېلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي.

د کونړ د کانو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رييس شیرین اغا وايي چې دا ډبرې نن (دوشنبه، ۱۹ د لړم) د اسعداباد ښار د ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په ځانګړي مارکېټ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

شیرین اغا زیاتوي، د دې ډبرو له درکه ۲،۵ مېلیونه افغانۍ د طالبانو د حکومت خزانې ته هم جمع شوې دي.

دا چې پلورل شوې ډبرې کومې ډبرې دي، په تړاو یې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس نور جزیات ورنه کړل خو زیاتوي چې دا ډبرې د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو له کانونو استخراج شوې وې.

دا په داسې حال کې چې بیا ځلې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پلور او کانونو د استخراج لړۍ چټکه کړې او د تر لاسه کېدونکو عوایدو د مصرف په تړاو شفاف معلومات نه ورکوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه